د لاس رسي وړ اتصالات

"په جګړه د طالبانو ټینګار نورو ډلو ته د فعالیت زمینه مساعده کړې"


د افغان حکومت مخالف وسله وال
د افغان حکومت مخالف وسله وال

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته پکار وه چې طالبانو په خپلو بریدونو کې کموالی واستی وای.

ښاغلي دلیلي زیاته کړه، پر جګړې د طالبانو ټینګار نورو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت او بریدونو زمینه مساعده کړې ده.

په قطر کې افغان سفیر وویل، که څه هم دا توافق د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی خو په افغانستان کې د سولې د راتګ په برخه کې پکاره وه چې طالبانو خپل بریدونه کم کړي واي چې برعکس تحرکات یې زیات کړي دي.

د ښاغلي دلیلي په وینا،افغان حکومت په همدې هدف یو طرفه اروبند اعلان کړی وو.

سفیر عبدالحکیم دلیلي ویلي چې افغان حکومت د قطري چارواکو له لارې په افغانستان کې د سولې د راتلو په هدف یوه طرحه وړاندې کړېده.

د هغه په وینا په دې طرحه کې چې د امریکا او نورو متحدینو له خوا یې هم ملاتړ شوی دی د بندیانو د خلاصون، اوربند او بین الافغاني خبرو موضوعات پکې شامل دي.

په قطر کې افغان سفیر زیاته کړه، قطر له طالبانو غوښتي دي چې د سولې په خبرو کې د میرمنو ونډه برجسته کړي خو د هغه په وینا طالبانو تر اوسه له دې غوښتنې سره موافقه کړې نده.

بشپړه مرکه دلته کتلای شئ:

دوحه کې افغان سفیر وايي طالبانو ته یې طرحه ورکړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:46 0:00

XS
SM
MD
LG