د لاس رسي وړ اتصالات

هیلي: فلسطين دې د اسرایلو سره د سولې موافقه ومني


په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفرې نیکي هیلي د فلسطین نه غوښتي چې د سولې موافقه ومني. هغې وویل چې که فلسطینیان دغه موافقه ومني نو د اسرایلو نه به زیاته گټه وکړي.

اغلې هیلي وویل "اوس یې وخت دی چې مونږ تریخ حقیقت ومنو. دواړه خواوې به د سولې د موافقې نه گټه ترلاسه کړي خو فلسطین ته به ترې زیاته فایده وشي."

د یادونې وړ ده چې دا په ملگرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هیلي اخیرۍ وینا ده، هغې څو اونۍ مخکې د خپلې دندې نه د استعفی کړی وه او اوس به نوی سفیر خپله دنده پیل کړي.

هغې وویل چې اسرایل یو خوشحاله او بډایه ملک دی او مدام یې د سولې هیله څرگنده کړیده. هغې دا هم وویل چې هغه د فلسطینیانو خواخوږي ده.

د یادونې وړ ده چې نیکي هیلي د اسرایل طرفداره گڼل کیږي خو هغې وویل چې دغه ناسمه ده چې هغه د فلسطینانو ښه نه غواړي.

XS
SM
MD
LG