د لاس رسي وړ اتصالات

غني پر بیت المقدس د اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډې ته ولاړ


د اسلامي هیوادونو سازمان ۵۷ غړي لري
د اسلامي هیوادونو سازمان ۵۷ غړي لري

ارګ وايي ولسمشر غني به په ترکیې کې د اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډې د بیت المقدس په اړه د افغان حکومت او خلکو دریځ څرګند کړي.

د اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه په استانبول کې کیږي چې د نړۍ د شاوخوا ۵۰ مسلمانو هېوادونو مشران او استازي به په کې ګډون کوي.

د غونډې مهمه اجنډا د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لورې د اسرایلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په اړه خبرې او بحثونه دي. د اسلامي کنفرانس به په دې اړه خپل دریځ وښيي.

افغان حکومت وار د مخه ویلي دي چې دغه کار د فلسطینانو له داعیې سره مرسته نکوي. تر دې مخکې ډېرو اسلامي هېوادونو د ولسمشر ټرمپ دا دریځ غندلی و، خو یوازې اسرایل ستایلی دی.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژنده او ویې ویل چې د امریکا سفارت به هلته ولیږدوي. د ښاغلي ټرمپ دغه دریځ په اسلامي او نا اسلامي هېوادونو کې پراخ غبرګونونه را وپارل او په افغانستان کې یې پر ضد یو شمېر مظاهرې هم وشوې.

ارګ وايي ښاغلی غنی به د چهارشنبې په ورځ د اسلامي هېوادونو په غونډې کې خبرې هم کړي. د ارګ په اعلامیې کې راغلي دي چې له ولسمشر سره د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم مل دی.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس شاوخوا ۵۷ غړي لري.

XS
SM
MD
LG