د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې ۱.۸ میلیونه ماشومان په سوءتغذي اخته دي


د ماشومانو د نړیوال صندوق ”یونیسف” راپور ورکړی چې په یمن کې ۱.۸ ملیونه ماشومان په خوار ځواکۍ یا سو‎‌‎‌ءتغذي اخته دي،او شاوخوا ۴ سوه زره یې له شدیدې سوءتغذي رنځ وړي.

په یمن کې د یونیسف استازې، مرتلکسل رالانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې روانې جګړې په دغه هیواد کې د ماشومانو لپاره ژوند په دوزخ بدل کړی.

هغه زیاتوي چې په یمن کې د ۱۱ ملیونه ماشومانو عمرونه له ۱۸ کلونو څخه ټيټ دي او ټول یې د خوراک د نشتوالي په شمول له ګڼو نورو ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او ډيریې ابتدایي خدمتونو ته هم لاسرسی نلري.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، د ۲۰۱۵ کال د مارچ له میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو په اهدافو ګڼې هوایي حملې کړي دي.

د حدیدې په سیمه کې دغه ماشومانو یو ښوونځي ته پناه وړې
د حدیدې په سیمه کې دغه ماشومانو یو ښوونځي ته پناه وړې

د یمن جنګ په دغه ملک کې په یوه لوي بشري بحران بدل شوی چې د دغه هېواد د ۲۸ ملیونه وګړو څخه یې ۸.۴ ملیونه له لوږې سره مخ دي او ۲۲ ملیونه نور یې په بشري مرستو پايي.

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چارواکي وایي هغوي به د یمن له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیمونکې ادارې ویانده، لیز ګرندې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یمن جګړې یو بشري بحران رامنځ ته کړی او دغه بحران په هیڅ وجه د توجیه کیدلو وړ نه دی.

لیز ګرندې د یمن په "صعده" سیمه کې د یو روغتون څخه د لیدلنې پر مهال اوښکې تویوي
لیز ګرندې د یمن په "صعده" سیمه کې د یو روغتون څخه د لیدلنې پر مهال اوښکې تویوي

هغې له ښکېلو غاړو غوښتي چې ملکي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په لاره کې خنډونه جوړ نکړي او هغوي سره مرسته وکړي چې بشري مرستو ته لاسرسی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG