د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه وطن ته راستانه شوي


افغانستان ته د راستنیدونکو افغانانو سربیره په دغه هیواد کې د جنګ جګړو له امله هم په زرګونو افغانان له خيبو مینو بې ځایه شوي دي.
افغانستان ته د راستنیدونکو افغانانو سربیره په دغه هیواد کې د جنګ جګړو له امله هم په زرګونو افغانان له خيبو مینو بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د روان ۲۰۱۷ عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه د ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه سوه زره افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د رسنیو په چارو کې سلاکار حفیط احمد میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د تیرکال پرتله سږکال له ګاونډیو هیوادونو څخه وطن ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو بهیر ورو دی، خو بیا هم په هره اونۍ کې د شپږو او اوو زرو تنو پورې افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته راستنیږي.

ښاغلي میاخیل وویل"زمونږ وروستۍ شمیرنې ښيي چې له ایران او پاکستان څخه ۴۷۰ زره زمونږ هیوادوال وطن ته راستانه شوي دي".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت دغه چارواکی وایي چې سږکال په دغو راستانو شوو ۴۷۰ زره افغانانو کې ۹۰ فیصده یې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو لرونکي مهاجرین دي او۷۰ فیصده یې هغه شمیر افغانان دي چې په ایران کې یې د اوسیدانې د قانوني اسنادو نه لرل.

د مهاجرینواو ستنیدونکو چارو وزارت دا چارواکی دا مني چې د پاکستان او ایران څخه د ستنیدونکو افغانانو ستنیدلو بهیر کې د تیرکال پرتله ۵۰ فیصده کموالی راغلی، خو بیا هم د نورو تیرو کلونو پرتله سږکال د ستنیدونکو افغانانو شمیر زیات دی.

د بلې خوا د مهاجرت نړیواله اداره "آی او ایم" چې له ایران او پاکستان څخه په دغو هیوادونو کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ستنیدولو په چارو کې مرسته کوي وايي چې یوازې په تیره اونۍ کې ۸۵۰ د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان له پاکستان او دیارلس زره اوه سوه څلویښت تنه له ایران څخه خپل وطن ته راستانه شوي دي.

په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغانانو نوم لیکنه او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ "یو این ایچ سي ار" له خوا له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانانو سره د ستنیدلو په مرستو کې کموالی له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو په شمیر کې د کموالي د عواملو په توګه ښودل کیږي.

تیرکال د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمشنرۍ په پاکستان کې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د کورنۍ هر ستنیدونکي غړي ته څلور سوه امریکايي ډالر ورکول، چې سږکال د دغې مرستې اندازه هر یو تن ته دوه سوه ډالرو ته راښکته شوې ده.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال دوه میلیونه او یوسل او شپیته زره افغانان په ایران کې او هم یو میلیون او نهه سوه اوه څلویښت زره په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG