د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تر نیمایي ډېرې افغانې مېرمنې خپل ژوند کې تشدد تجربه کوي


ملګري ملتونه وایي په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د زیږون او امیندوراۍ په وخت د ستونزو د پیدا کیدو له کبله مري.
ملګري ملتونه وایي په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د زیږون او امیندوراۍ په وخت د ستونزو د پیدا کیدو له کبله مري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازی وایي چې په افغانستان کې تر نیمایي ډیرې افغانې میرمنې په خپل ژوند کې د تشدد سره مخامخ کیږي.

د دغې ادارې استازي الکساندر ساشا بودیروزا ویلي چې پدې هیواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د زیږون او امیندوراۍ په وخت د ستونزو د پیدا کیدو له کبله مري.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي د جنسیت په اساس د تشدد د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت، چې د روان ۲۰۲۱۱ کال د نومبر په ۲۵ د میرمنو سره د تشدد د ختمولو په نړیوالې ورځې پیل شوی، د بشري مرستو د ټولو شریکانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د شاوخوا نهه میلیون افغان نجونو او میرمنو خوندیتوب او روغتیا ضرورتونو ته پام وکړي.

ښاغلي بودیروزا وویل، " په افغانستان کې د روانې ګډوډۍ نه وړاندې هم د افغان نجونو او میرمنو ضرورتونه حیرانوونکي و. په افغانستان کې د نیمایي نه ډیرې میرمنې په خپل ژوندانه کې د تشدد سره مخ کیږي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه د زیږون او امیندوارۍ په مهال له پیدا شویو ستونزو څخه مري."

هغه وویل که نړیواله ټولنه ژر عمل ونکړي د هغوي (افغان میرمنو او نجونو) وضعیت به لا پسې خراب شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي په افغانستان کې د نومبر د میاشتې راپدیخوا د ۶۷۰ زرو بې ځایه شویو کسانو تقریباً ۸۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي

خو په افغانستان کې د موجوده ستونزو سره سره، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د افغان میرمنو لپاره د روغتیا او امیندوارۍ اړوند ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کوي.

ښاغلي بودیروز پدې هکله وویل، "مونږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې دا یقیني کوي چې میرمنې او نجوني وکړای شي په خوندي توګه ماشوم وزیږوي او د تشدد پرته ژوند وکړي. که وغواړو چې د تیرو شلو کالونو لاسته راوړنې خوندي وساتو، باید د افغانستان د ټول ولس او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو وقار او بشري حقونه باید خوندي او درناوې یې وشي. "

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو راپدیخوا چې بشري مرستې هم بندې شوي، د افغانستان روغتیايي نظام چې تر ډیره حده په بهرنیو مرستو ولاړ و پداسې حال کې د له منځه تلو د خطر سره مخ دی چې ژمی هم نږدې دی او ملګرو ملتونو وار د مخه د بشري ناوری د پیښیدو خبرداری ورکړی.

XS
SM
MD
LG