د لاس رسي وړ اتصالات

حماس: غزه کې اوه یرغمل شوي کسان د اسرائیل په بمبارۍ کې وژل شوي


په غزې کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت مسؤلین وايي،‌ چې پر غزې تړانګې د اسرائیل په ځوابیه او غچ اخیستونکو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تراوسه تر ۳۰ زرو زیات فلسطینیان وژلي شوي‌ دي.
په غزې کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت مسؤلین وايي،‌ چې پر غزې تړانګې د اسرائیل په ځوابیه او غچ اخیستونکو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تراوسه تر ۳۰ زرو زیات فلسطینیان وژلي شوي‌ دي.

د حماس د وسله والې څانګې "القسام لوا" ویاند، ابوعبیده د جمعې په ورځ، مارچ لومړۍ نیټه (کب لسمه) وویل چې په غزه کې د اسرائیل د پوځ د بمباریو په پایله کې اووه یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

لا څرګنده نه ده چې دغه اووه تنه یرغمل شوي کسان کله وژل شوي دي.

د حماس د وسله والې څانګې "القسام لوا" ویاند د ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: " د القسام لوا تائیدوي چې په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملیاتو له امله د یرغمل شویو وژل شویو کسانو شمیر اوس له ۷۰ تنو څخه اوښتی دی. "

د اسرائیلي چارواکو په وينا، د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس ډلې د برید په ترڅ کې ۱۲۰۰ اسرائیليان وژل شوي او د بهرنیو اتباعو په ګډون ددغه ډلې لخوا نږدې‌ ۲۵۰ تنه یرغمال شوي دي.

بلخوا په غزې کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت مسؤلین وايي،‌ چې پر غزې تړانګې د اسرائیل په ځوابیه او غچ اخیستونکو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تراوسه تر ۳۰ زرو زیات فلسطینیان وژلي شوي‌ دي.

همدارنګه د نومبر په وروستیو کې د یوې اوونۍ اوربند په ترڅ کې، حماس له سلو زیات اسرائیلي او بهرني یرغمل شوي کسان خوشې کړل چې په بدل کې اسرائیل شاوخوا ۲۴۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل.

د حماس د وسله والې څانګې "القسام لوا" د دغو اوو تنو یرغمال شوي کسانو د وژل کېدو څخه پداسې حال خبر ورکوي، چې د دغه ډلې تر کنټرول لاندې د غزې په تړانګه کې جګړه روانه ده او په دې اړه په خبرو بوخت منځګړي وايي چې د اسرائیل سره تر راتلونکو څو ورځو پورې ښايي یو اوربند وشي.

د مصر، قطر او متحده ایالاتو منځګړي په عین وخت کې هڅه کوي چې په دغه پنځه میاشتنۍ جګړه کې د شپږو اونیو وقفه پلې کړي.

د خبرو اترو وروسته، دغو منځګړیو خبر ورکړی چې یو تړون د نهايي کېدو په حال کې دی. د راپورونو له مخې، په دغه تړون کې د اسرائیل له زندانونو څخه د څو سوو فلسطیني بندیانو په بدل کې د حماس له قید څخه د یو شمیر اسرائیلي برمته شویو کسانو خوشې کول شامل دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ وویل: "زما هیله دا ده چې تر راتلونکې دوشنبې پورې به اوربند وشي... خو خبرې لا تراوسه ندي نهايي شوي."

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، دوحه "هیله لري خو زیات خوشبین نه دی"، چې د پنجشنبې تر ورځې پورې ممکنه اوربند اعلان شي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې "روان وضعیت د بدلېدو په حال کې دی."

دوحې وړاندیز کړی چې په جګړې کې وقفه د روژې د میاشتې دمخه پلې شي، چې د مارچ په لسمه یا یولسمه پلیږي.

حماس له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کړې چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خوا په کلکه رد شوې ده.

خو د حماس یوې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د تړون له مخې، ښايي د اسرائیل پوځ "ښارونه او زیات نفوس لرونکې سیمې" پریږدي، او ځینو بې ځایه شویو فلسطینیانو خپلو کورنو ته د راستنیدو او بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG