د لاس رسي وړ اتصالات

محب: پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه بې ځوابه نه پاتې کیږي


حمدالله محب په سرکاڼو ولسوالیو کې له ملکي وګړو سره د لیدنې پرمهال
حمدالله محب په سرکاڼو ولسوالیو کې له ملکي وګړو سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.

ښاغلي محب نن سې شنبه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) کونړ ولایت ته د سفر پرمهال په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کور څخه د لیدنې پر مهال چې د پاکستاني پوځیانو په وروستیو راکټي بریدونو کې د کورنۍ غړي وژل شوي و، ویلي چې «دښمن» د طالبانو او نورو تروریستانو په مرسته غواړي د ډیورند فرضي کرښې افغان غاړې ته پوستې او تاسیسات جوړ کړي.

د امنیت شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د حمدالله محب له قوله ویل شوي: "دوی باید پوه شي چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون ناوخته په ننګرهار ولایت کې هم یوې غونډې ته وینا کې ویلي چې د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا جوړه شوې دروازه به هم له منځه یووړل شي.

حمدالله محب پر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د کونړ چارواکو په وینا پرون د دغه ولایت پر شلتن ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو لخوا ۲۹ توغندي ویشتل شوي دي.

تیره ورځ د افغانستان دفاع وزارت وویل چې د کونړ ولایت پر ځېنو سیمو د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه «ښکاره سرغړونه» ده.

دفاع وزارت دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو او معیارونو خلاف وبلل.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"د پاکستان راکټي بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی."

امان له پاکستاني پوځیانو وغوښتل چې د افغانستان پر خاورې خپل بریدونه بند کړي.

تیره اونۍ هم د مرکز اسعد اباد، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو پر ځینو سیمو د پاکستاني پوځيانو په توغندیزو بریدونو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا ۸ ملکي افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ همدارنګه وویل چې د یادو بریدونو په اړه یې په کابل کې د پاکستان سفیر او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی دی.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG