د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی له ارگ څخه خپله کډه باروي


حامد کرزی د افغانستان لومړنی شخص دی چې په پرله پسې ډول درې ځله ولسمشر شوی دی.
حامد کرزی د افغانستان لومړنی شخص دی چې په پرله پسې ډول درې ځله ولسمشر شوی دی.

په داسې حال کې چې لا هم په دقیق ډول معلوم نه دی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر څوک دی او کله به رسما کار پیلوي؟، خو اوسني او تلوونکي ولسمشر حامد کرزي خپل ټول شخصي وسایل او لوازم تړلي او له ارگ څخه کډې بارولو ته چمتو شوی دی .

حامد کرزی له ۲۰۰۲ کال راهېسې د افغانستان د ولسمشر په توګه د جمهوري ریاست په ودانۍ کې هغه ته په ځانګړي شوي کور کې اوسېده، خو اوس دغه ماڼۍ خپل راتلونکي ځای ناستي ته تشوي.

ښاغلي کرزی د خپل کور د سامانونو په تړلو بوخت دی، او د کتابونو له المارۍ څخه د خپلو شخصي کتابونو د انتقالولو او لېږد بهیر یې په خپلو سترګو لیدلی.

د ده ویاند ایمل فیضي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي «ولسمشر کرزي څو ورځې وړاندې خپله کډه تړلې ده، هغه سامانونه او وسایل چې د ارگ دي هغه په خپل ځای پاتې دي، خو د هغه نور شخصي وسایل په خاص ډول کتابونه چې ډېر ورته مهم دي، تړل شوي دي خو لا د ښاغلي کرزي نوي کور ته انتقال شوي نه دي.»

ایمل فیضي وايي ولسمشر کرزي وار د مخه خپله کډه تړلې او له ارک څخه کوچ کولو ته چمتو شوی دی .
ایمل فیضي وايي ولسمشر کرزي وار د مخه خپله کډه تړلې او له ارک څخه کوچ کولو ته چمتو شوی دی .

ولسمشر کرزي تېره اونۍ وویل چې د سپتمبر په درېیمه به راتلونکي ولسمشر ته واک انتقالوي، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش نن پنجشنبې د اګست په ۲۸ ښاغلي کرزي ته وویل چې تر دغې نېټې پورې د ټولو رایو بیا شمېرنه او تفتیش ممکن نه دی.

د حامد کرزي نوی کور:

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې ارگ سره جوخت د حامد کرزي لپاره یو ښکلی او عصري کور جوړ شوی دی.

د ولسمشر کرزي نوی کور په افغانستان کې د جمهوري نظام د بنسټ اېښودونکي سردار محمد داود خان پخوانی کور دی چې په دې وروستیو کې د رجال برجسته ۱۳ ریاست په کې دیره و.

د ارگ دغه مطبوعاتي چارواکي وویل چې د وزیرانو د شورا په پرېکړې دغه کور د حامد کرزي لپاره رغول شوی او بیارغونه تر ډېره بشپړه شوې ده.

د افغانستان اساسي قانون او ولسمشر

د افغانستان په اساسي قانون کې د هېواد د ولسمشر د واکونو، صلاحیتونو، معاش او د جمهوري ریاست له ختمېدو وروسته د هغه د حقونو او امتیازاتو په اړه سپارښتنې او لارښوونې شته دي.

د اساسي قانون د اویایمې مادې په دویمه برخه کې راغلي ( ولسمشر د خدمت د دورې تر ختمېدو وروسته د عزل له حالته پرته د خپل ژوند په پاتې موده کې د جمهوري ریاست د دورې له مالي حقوقو څخه د قانون له حکمونو سره سم، ګټه اخلي.)

حامد کرزی چې کله ولسمشر شو ږیره یې تر ډېره توره وه، خو اوس چې په ډیموکراتیک ډول واک بل ولسمشر ته پرېږدي، ږیره یې هم سپینه شوې ده
حامد کرزی چې کله ولسمشر شو ږیره یې تر ډېره توره وه، خو اوس چې په ډیموکراتیک ډول واک بل ولسمشر ته پرېږدي، ږیره یې هم سپینه شوې ده

د ولسمشر کرزي حقوقي سلاکار نصرالله ستانګزي د امریکا غږ ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې په مالي حقوقو کې کوم امتیازات راځي وویل " په مالي حقوقو کې د ولسمشر د کار د دورې امتیازات او له هغه وروسته امتیازات شامل دي، ولسمشر ته له کاري دورې وروسته د ژوند تر پایه پورې معاش ورکول کیږي، البته دغه معاش د هغه د کاري دوري د ورستني معاش په اندازه وي، خو شرط یې دا دی چې بله رسمي دنده به ونلري. کور ورکول کیږي، دفترورکول کیږي، تیلیفون، انټرنیټ، ترانسپورت، امنیتي ساتونکي او داسې نورې اړوند امتیازات او حقونه ورکول کیږي. له رسمي دورې وروسته د امتیازاتو په اړه د ولسمشر د حقوقو او امتیازاتو په نامه یو قانون شته چې دا هر څه یې روښانه کړي دي."

ښاغلي ستانکزي وویل چې د ولسمشر کرزي د نوي کار ټولې چارې بشپړې شوې او هغه په کلکه هوډمن دی چې ډېر ژر خپل نوي کور ته وکوچیږي.

ولسمشر کرزي د خپلې شاوخوا دیارلس کلنې دورې پرمهال د امنیتي ستونزو له کبله ډېرې غونډې په ارگ کې جوړولې او په اسانۍ سره له ارگ څخه د باندې نه دی وتلی.

د ولسمشر کرزي شخصي ژوند

حامد کرزی تر دې دمه د افغانستان لومړنی منتخب ولسمشر بلل کیږي چې په پرلپسې ډول درې ځله ولسمشر پاتې شوی دی.

حامد کرزی د ۱۹۵۷ کال په ډېسمبر کې د کندهار په کرز کلي کې زېږېدلی دی.

دی چې کله ولسمشر شو ږیره یې تر ډېره توره وه، خو اوس چې په ډیموکراتیک ډول واک بل ولسمشر ته پرېږدي، ږیره یې هم سپینه شوې ده. کله چې نوموړی پر ارگ ننوت یوازې یې مېرمنه ورسره وه، خو اوس چې له ارګه وځي د دریو ماشومانو پلار هم دی.

د ده میرمنه زینت کرزی د طب ډاکټره ده، د دوی مشر اولاد میرویس دی او مشره لور یې ملالۍ نومیږي. د کرزي په کور کې همدا څو میاشتې وړاندې یوه بله ماشومه هم پېدا شوه چې نازو نوم یې پرې کېښود.

ولسمشر کرزي په ټېنګار سره ویلي چې له خپلې رسمي دورې وروسته به په افغانستان کې خپل عادي ژوند کوي او د نورو عادي افغانانو په څېر به په افغان ښوونځیو کې پر خپلو بچیان زده کړې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG