د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر د حامد کرزي په نوم، نومول کیږي


خو ښايي دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یو نړیوال هوايي ډګر د دغه هېواد د یو منتخب ولسمشر په نوم، نومول کیږي .
خو ښايي دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یو نړیوال هوايي ډګر د دغه هېواد د یو منتخب ولسمشر په نوم، نومول کیږي .

افغان حکومت وايي د کابل نړیوال هوايي ډګر نوم د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم کوي.

دغه پرېکړه د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د کابینې په لومړنۍ غونډه کې وشوه چې د جمعې په ورځ اکتوبر په دویمه رسنیو ته واستول شوه.

د چارو د ادارې او وزیرانو د شورا د ریاست په اعلامیې کې راغلي " د کابېنې په غونډه کې د ولسمشر کرزي هڅې او فعالیتونه وستایل شول او کابېنې د رایو په اتفاق سره پرېکړه وکړه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر دې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په نوم شي. "

اعلامیه وايي کابېنې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده وسپارله چې په دې اړه دې لازم اجراآت وکړي او بېرته دې جمهوري ریاست ته خبر ورکړي.

خو دا لا معلومه نه ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کله خپل کار پای ته رسوي.

دا وړاندیز په اصل کې د افغانستان د مشرانو جرګې کړی وه چې په ټولنیزو رسنیو فیسبوک کې یو شمېر افغانانو یې هر کلی وکړ او له ولسمشر احمدزي څخه یې وغوښتل چې دغه وړاندیز دې ومني.

حامد کرزی شاوخوا دیارلس کاله د افغانستان ولسمشر و، دی د هېواد په تاریخ کې هغه ولسمشر یادیږي چې واک یې په سوله اییز ډول خپل منتخب ځای ناستي ته وسپاره.

د مشرانو په نومونو د ځایونو نومونه

په افغانستان او نړۍ کې یو شمېر هوايي ډګرونه، پوهنتونونه، ښوونځي او داسې نور ځایونه شته چې د هېوادونو د پخوانیو ولسمشرانو، ډیپلوماتانو، بشري حقونو او نورو مدني فعالانو په نومونو نومول شوي دي.

د پېښور هوايي ډګر د عدم تشدد د مخکښ مبارز پاچا خان په نوم دی. د ډیلي هوايي ډګر د هند د یوې پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزیرې اندراګاندي په نوم دی.

او د امریکا د نیویارک هوايي ډګر د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جان اف کنډي او د واشنګټن ملي هوایي ډګر د پخواني ولسمشر رونالد ریگن د هوایي ډګر په نوم یادیږي.

خو ښايي دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان په کچه یو نړیوال هوايي ډګر د دغه هېواد د یو منتخب ولسمشر په نوم، ونومول شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG