د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:د سولې په خبرو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یم


د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي که کرزي د سولې په مذاکراتو کې ور ګډ شي، روانې هڅه به ټکنۍ او به نتیجې شي.
د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي که کرزي د سولې په مذاکراتو کې ور ګډ شي، روانې هڅه به ټکنۍ او به نتیجې شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي که حکومت له ده وغواړي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې مرسته او همکاري وکړي، دی به څه ونسپموي.

ښاغلی کرزی د دوشنبې به ورځ کندهار ته تللی و او هلته یې د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د سولې لپاره د ملي یوالي د حکومت روانې هڅې د ستایلو دي.

حامد کرزي وویل "په هره اندازه چې رئیس صاحب جمهور او ریس صاحب اجرائیه زما څخه مرسته او همکاري غواړي، د افغانستان د یو فرد په توګه د دوی په خدمت کې یم او د افغانستان د سولې په خدمت کې یم".

ښاغلي کرزي چې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې وکړې، په وار وار یې طالبان خپل وروڼه وبلل، او بیا یې هم پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

پخواني افغان ولسمشر پداسې حال کې د سولي د راوستلو لپاره چمتوالی ښودلی چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر نلري.

دغه شورا د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په مهال جوړه شوه او پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني يي لومړی مشر و، په ۲۰۱۱ کال کې د ښاغلي رباني تر وژل کیدو وروسته د هغه مشر زوی، صلاح الدین رباني، د دغې شورا مشر شو چې اوس د بهرنیو چارو وزیر دی.

د سولي عالي شورا چې ګڼ شمیر غړي لري د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سیاسي جوړجاړي دنده لري.

د حامد کرزي تجربه

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي سره له دې چې ولسمشر کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو کومه مثبه پایله یې نلرله.

ښاغلي وقاد د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل که چیرې ښاغلی کرزی د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شي، د سولې روانې هڅې به بیا ټکنۍ او بې پایلي شي.

نوموړي وویل "ښاغلي کرزي په خپلې دورې کې طالبان خپل وروڼه بلل، ډېرې هڅې یې وکړې، خو له هغوی سره یې کوم مخامخ تماس ونشو نیولی او نه یې ورسره خبرې وکړې. د سولې په برخه کې د هغه سلا مشورې مهمې دې، خو که د شورا ریاست ته راشي، فکر نکوم چې ګټور به وي، ځکه له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د هغه تجربه ناکامه وه".

خو د سیاسي چارو شننوونکی مطیع الله اباسین بیا وايي که ولسمشر کرزی د سولې په هلوځلو کې ور ګډ شي، ګټور به وي.

ښاغلي اباسین وویل "ولسمشر کرزی د طالبانو له ځینو مشرانو سره لا هم ښې اړیکې لري، پخه تجربه لري او له شکه پرته چې د سولې په مذاکراتو کې د هغه ورګډېدل به ډېر ګټور وي".

پخپله پخواني ولسمشر کرزي د سولې د شورا د مشرتوب په اړه څه ندي ویلي او له ولسمشرۍ تر ګوښه کیدو شاوخوا کال وروسته هم لا پر کومې بلې رسمي دندې بوخت شوی نه دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG