د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني ډله څه ډول شبکه ده؟


د حقاني شبکې بنسټ پخواني جهادي قوماندان جلال الدين حقاني اېښی و
د حقاني شبکې بنسټ پخواني جهادي قوماندان جلال الدين حقاني اېښی و

افغان چارواکو په کابل کې د چارشنبې د ورځې د ترهگریز برید تور د حقاني په شبکې لگولی دی. د کابل په دې موټر بمي بريد کې ٩٠ کسان وژل شوي او د ۴۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

د حقاني شبکه

د حقاني شبکه يوه ترهگره ده چې په افغانستان کې د امريکا او افغان ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخته ده، افغان چارواکي او د ترهګرۍ د چارو نړيوال کارپوهان وايي دا شبکه د افغانستان تر ټولو خطرناکه او بې رحمه ډله ده.

په افغانستان کې له تاوتریخوالیو نه ډکو او خونړیو یو شمیر پیښو پړه په دې ډلې اچول شوې لکه په کابل کې په سفارتونو، د پارلمان په ودانۍ او په افغانستان کې د میشتو امريکايي پوځيانو په مرکزونو باندې بريدونه.

د حقاني شبکه کله جوړه شوه

د دې شبکې بنسټ پخواني جهادي قوماندان جلال الدين حقاني اېښی دی. دا ډله په ۱۹۹۵میلادي کال کې د افغان طالبانو سره ملګرې شوه. وروسته بیا دا د طالبانو په چوکاټ کې یوه مهمه ډله شوه او په ۱۹۹۶ کې یې د طالبانو سره د کابل په نیولو کې مرسته وکړه.

حقاني د طالبانو په حکومت کې د قبايلي چارو وزير شو او په ۲۰۰۱ میلادي کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو پورې په دغه چوکۍ پاتې شو.

ویل کيږي چې حقاني د پاکستان دارالعلوم حقانيه په نامه مدرسه کې زده کړې کړي، چې د طالبانو سره یې خواخوږي او اړیکې درلودې.

جلال الدين حقاني دوه ښځې لري چې یوه یې د متحده عرب اماراتو ده. حقاني ته په سُني اکثريت میشته خليج هیوادونو کې په درنښت کتل کيږي.

د حقاني شبکه څوک چلوي

د صحت د خرابۍ له کبله حقاني د خپلې ډلې مشري خپل زوي سراج الدين ته سپارلې ده چې ددې ډلې د مرستيال امير په توګه کار کوي. خليل الرحمان حقاني چې د امریکا له خوا د بهرنیو نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی ددې ډلې لپاره پېسې راټولوي. د ستنفورډ پوهنتون د يوې څيړنې له مخې خلیل الرحمن حقاني ددې ډلې د وسله والې روزنې کار هم ترسره کوي.

انس حقاني د جلال الدين حقاني د عربي الاصله میرمنې زوی دی او اوس په افغانستان کې بندي دی. هغه ته يوې محکمې د مرګ سزا اورولې ده، خو د حقاني شبکې ګواښ کړی که د هغه سزا عملي شوه نو خطرناک عواقب به ولري.

د حقاني شبکه چیرته ده

د شواهدو او معلوماتو له مخې ویل کیږي چې د دې ډلې مرکز د پاکستان په شمالي قبايلي سيمې ميران شاه کی دی. راپورونه وايي چې دا ډله همدلته وسلې ترلاسه کوي، ترهگر او ځانمرګي بریدگر روزي او د وسله والو عملياتو پلانونه جوړوي.

کابل او امریکايي چارواکي د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان په استختباراتي ادارې آی اېس آی باندې تور لګوي چې دې ډلې ته يې خوندي ځاې ورکړی، خو پاکستان دا تور ردوي.

د حقاني شبکې قوت

د اټکلونو له مخې دا ډله په زرگونو وسله وال لري او رپوټونه وايي چې ددې ډلې سره د خليج هیوادونه او بډایه خلک مرستې کوي او دا ډله همداشان د قاچاق له لارې پېسې ترلاسه کوي.

د نورو ترهگرو ډلو سره د حقاني شبکې اړيکې

حقاني شبکه د القاعده، تحريک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي تحریک او د پاکستان د لشکر طيبه په ګډون د نورو ترهگرو ډلو سره اړيکې لري. ویل کیږي چې د کابل د امریکایي پوهنتون د دوو غړو په گډون یو شمیر بهرنیان د ډلې په ولکه کې دي.

د کابل بمي چاودنې او د حقاني شبکه

په واشنګټن کې د امريکايي موسسې میډل ايسټ انسټيټيوت څيړونکی مارون وائن باوم وايي، طالبان کولای شيث چې د کابل په یوه سیمه کې چې بهرني سفارتونه او مهمې ادارې په کې پرتې دي، دغه ډول عمليات وکړي او د حقاني شبکه د طالبانو سره تړلې ده، نو ځکه افغانستان پاکستان ته ګوته نیسي.

XS
SM
MD
LG