د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د مرګوني برید ترشا د چا لاس دی؟


تراوسه هیڅ یوې ډلې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د خونړي برید مسؤلیت منلی نه دی. په هغه برید کې چې د ښار په زنبق څلورلارې کې وشو، شاوخوا۹۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور کسان زخمیان شول.

نړیوالې ټولنې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ددغه برید د عاملینو د مشخص کولو په اړه روانې چوپتیا د عامو افغانانو غوسه زیاته کړې ده.

د فرانس پرېس خبرې آژانس د برید پر مشکوکو ډلو کتنه کړې ده.

افغان طالبان

طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړي دي خو کارپوهان ددغې ډلې خبره بابېزه ګڼي.

طالبان چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د جنګ لاره غوره ګڼلې، په افغانستان کې تر ټولو قوي وسله واله ډله شمیرل کیږل. دغې ډلې خپل "پسرلني عملیات" پیل کړي دي او هیله لري چې په افغانستان کې د خپلې خوښې اسلامي نظام جوړ کړي.

پدې وروستیو کلونو کې طالبان په عامه افکارو کې د خپل اعتبار په باب محتاطانه دریځ خپلوي.دوي د هغو بریدونو پړه نه مني چې پکې عام خلک قرباني کيږي.

په واشنګټن کې د افغانستان او سیمې د چارو محقق، مایکل کوګلمن په یوه ټوئیټ کې لیکلي چې "د طالبانو لاس لرل مه ردوئ."

داعش

په مقایسوي ډول، داعش بیا تر ډیره د خونړیو بریدونو مسؤلیت مني ځکه چې دغه ډله غواړي له منځني ختیځ نه ورخوا خپل په اصطلاح "خلافت" وغځوي.

داعش ډلې په کابل کې ډیر مرګوني بریدونه کړي دي. په تیرې جولائ میاشتې کې دغې ډلې د هغې چاودنې مسؤولیت ومانه چې پکې تر ۸۰ تنو ډیر کسان ووژل شول.

په مارچ میاشت کې یې پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د مرګوني برید پړه ومنله. په هغه برید کې ۶۰ تنه ووژل شول او ناروغان په خپلو بسترنو کې په ګولۍ وویشتل شول. که څه هم چې څېړونکي او له پېښې څخه ژوندي راوتلي کسان په هغه برید کې د طالبانو د بریدونو په څېر ورته نښې نښانې لیدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ډلې پلویانو د کابل د برید ستاینه کړې ده، خو داعش په رسمي ډول د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

د حقاني شبکه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي استخباراتي معلومات یې ښیي چې حقاني شبکې د پاکستان د آی اېس آي ادارې په همکاري د کابل برید پلان کړی و.

د حقاني شبکه د طالبانو د رهبر د مرستیال، سراج الدین حقاني لخوا رهبري کیږي. دغې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر سفارت د برید په شمول، په کابل کې ګڼ ډله ایز او مرګوني بریدونه کړي دي. د هند پر سفارت حملې کې ۶۰ کسان وژل شوي وو.

القاعده او نورې ډلې

په امریکا کې ډیری کسان د القاعده شبکه د لویو بریدونو په کولو کې ناتوان بولي. ددغې ډلې مشر، اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان د پوځ یوې لويې قرارګاه ته نږدې په ایبت آباد کې د امریکا د خاصو پوځیانو په یوه برید کې ووژل شو.

"د لانګ وار جورنال" د ورځپاڼې خبریال، بیل روجیو په اپریل میاشت کې د امریکا د کانګرس غړو ته د وینا پر مهال وویل چې دا یوه تیروتنه وه چې ګواکې له طالبانو سره د القاعدې سمبولیکې اړیکې دغې ډلې ته توان ورکړی چې زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

لږترلږه دغه ډله چې افغانستان کې د امریکايي قواوو د ځاي پرځاي کیدو لامل شوه، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې لویې حملې نه دي کړي او څارونکي پدې نظر دي چې ډیر لږ امکان لري چې د کابل د چهارشنبې د برید تر شا د القاعدې ډلې لاس وي.

ګومان نه کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طېبه او حرکت المجاهدین د ډلو په څېر نورې پاکستانۍ وسله والې ډلې ددې توان ولري چې د کابل د چهارشنبې ورځې د برید په څیر بریدونه پلان او تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG