د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات وايي حقاني وژل شوی خو طالبان یې ردوي


په افغانستان کې د طالبانو نطاق هغه رپوټونه رد کړیدي چې وايي د حقاني د قدرتمنې جگړه مارې ډلې د مشر زوی وژل شویدی. دغه خبره لوړپوړو جگړه مارانو او د پاکستان حکومتي غړو کړیده . دوې فکر کوی چې بدرالدین حقاني وژل شویدی.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ خبریالانو ته په ايمېل کې ویلي دي چې د حقاني زوي ژوندی دی ، روغ دی او په افغانستان کې دی.

دغه بیان د طالبانو د یوه لوړ رتبه قوماندان د وینا سره سمون نه خوري چې وايي د امریکا د بې الوتکې په برید کې د حقاني زوی وژل شویدی.

د پاکستان د استخباراتو چارواکو هم ویلي دي دوي ٩٠٪ یقین لري چې هغه د سه شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې وژل شویدی.

دوی ویلي دي ، دا خبره په سیمه کې د خپلو ایجنټانو د رپوټونو له مخې کوي، خو وايي چې دوی د داسي یوه کس سره چې مړی یې په خپلو سترگو لیدلی وي، خبرې نه دي کړي.

که چیري د حقاني مړینه تایید شي ، نو دا به په دغې شبکې باندي چې پلار یی جلال الدین حقاني تاسیس کړې وه، او په افغانستان کې د امریکا یو قوی دښمن گڼل کیږي کلک گوزار وي. بدرالدین حقاني ددغې شبکې د ورځینو عملیاتو قوماندان گڼل کیږي. د حقانی په ډلې دا ملامتې اچول شوې چې په افغانستان کې په لوړ رتبه کسانو حملې کوي او خلګ تښتوي.

یو شمیر خبری سرچینو رپوټ ورکړی دی چې بدرالدین حقاني وژل شویدی، او د ذبیح الله مجاهد دغه اوازې چې هغه ژوندی ، صحیح نه دي.
XS
SM
MD
LG