د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني وايي د کابل په برید کې لاس نه لري


کابل
کابل

د ترهگرې ډلې حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په یو مختصر اډیویي پیغام کې ویلي چې د افغانستان په ورستیو حملو کې لاس نلري. دغه پېغام چې په پښتو کې دی، طالبانو پرون د یکشنبې په ورځ ( جون ١١) د امریکا غږ ته ورکړی.

حقاني دغه پیغام د کابل د سختې حملې، په یوې جنازې کې د مرگانۍ چاودنې او د هرات په یو جماعت کې د بم د چاودنې په هکله خپور کړی.

د روژو د میاشتې په دغو حملو کې ١٨٠ تنه وژل شوي او په سلگونو نور زخمیان شویدي. وژل شوې کسان شاوخوا ټول ملکیان دي.

حقاني په خپل پېغام کې وایي "هر چا چې دا کار کړیدی خو دا د طالبانو کار ندی او نه به طالبان په ملک کې دا ډول حملې وکړي چې بېگناه ملکیان پکې وژل شي."

د یادوني وړ ده چې د کابل او هرات د حملو مسولیت تراوسه لا چا په غاړه نه دی اخیستې.

زیاتره کسان د کابل په زوراورې چادونې کې ووژل شول چې په یو ټرک کې ١٥٠٠ کیلوگرامه چاودیدونکي مواد وچاویده.

د افغانستان ولسمشر د دغې حملې په هکله په کابل کانفرنس کې وویل چې د کابل په حملې کې ١٥٠ تنه وژل شوي او ٣٥٠ تنه زخمیان دي. په زخمي شوو کې بهرنیان هم شامل دي.

د کابل حمله د ٢٠٠١ کال راپدیخوا ترټولو خونړۍ حمله وه.

بهرني یرغل کونکي

د افغانستان استخباراتي ادارې د کابل د برید نه وروسته وویل چې برید د حقاني شبکې کړیدی او د پاکستان استخباراتي اداری آی ایس آی ورسره په دی کې مرسته کړیده.

حقاني په خپل ثبت شوې پیغام کې ویلي چې طالبان به تر هغې پورې جگړې ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرنیان د افغانستان نه وتلي نه وي.

حقاني د افغانستان په ولسمشر اشرف غني تور ولگاوه چې د بشر د حقوقو په بهانه په ملک کې غربي کلتور خپروي چې دغه د اسلام په ضد دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکه په ٢٠٠٨ کال کې د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې او په ٢٠١٢ کال کې یې بیا د بهرنۍ ترهگرې ډلې په لسټ کې واچوله.

افغان او امریکایي چارواکي وایي چې سراج الدین حقاني د پاکستان د قبایلي سیمو نه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په مرسته په افغانستان کې حملې کوي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي چې د تیرو دریو کلونو د مودې نه په قبایلي سیمو کې د ترهگرو په ضد عملیات کوي او زیاتره سیمه یې د ترهگرو نه پاکه کړیده چې پکې د حقاني ډله هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG