د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني شبکې سره د پاکستان اړیکې


د حقاني شبکه په ١٩٨٠ کلونو کې جوړ او د افغان مجاهدینو د قوماندان جلال الدین حقاني په نوم یادیږي
د حقاني شبکه په ١٩٨٠ کلونو کې جوړ او د افغان مجاهدینو د قوماندان جلال الدین حقاني په نوم یادیږي

د حقاني شبکه چې له ډیر پخوا راهیسې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی ای یوه مهمه آله بلل کیدله اوس په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناتو د ځواکونو په وړاندې تر ټولو خطرناکه ډله ښودل شوې.

د سراج الدین حقاني په مشرۍ دغه ډله له ١٦ کلونو را پدیخوا په افغانستان کې د خونړیو بریدونو او د بهرنیانو په یرغمل کولو تورنه ده.

د راپورونو له مخې د حقاني شبکه د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې فعالیت کوي.

د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډنفورد تیره میاشت د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو امنپناه ځایونه د منلو وړ نه دي.

جنرال ډنفورډ ویلي و"موږ باید پر پاکستان د امریکا د دولت او د ائتلاف د شریکانو ټول توان وکاروو چې مطمین شو دوي [پاکستان] امن پناه ځایونه نه برابروي."

د پاکستان امنیتي ادارې له ډیر پخوا په دې تورنې دي چې له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري. د امریکا پخواني لوی درستیز مایک مولن په ٢٠١١ کال کې ویلي وی چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو ښی لاس دی.

د حقاني شبکه په ١٩٨٠ کلونو کې د افغان مجاهدینو د قوماندان جلال الدین حقانی له خوا چې د پخواني شوروي په وړاندې جگړه کوله، د امریکا او پاکستان په مرسته جوړه شوه او د هغه په نوم یادیږي.

جلاالدین حقانی د خپلې زړورتیا او ښه مدیرت له امله د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې پاملرنه هم جلب کړې وه چې حتی امریکایي مهم سناتور چارلي ویلسن ورسره لیدنه وکړه.

جلالدین حقانی چې په عربي ژبه هم ښه تسلط درلود وشو کړای چې عربي الاصله مجاهدینو، لکه اسامه بن لادن ښې اړیکې ولري.

اوس د حقاني شبکه د امریکا د ترهگرو په تور لست کې ده. د حقاني شبکه په افغانستان کې د افغان او بهرني ځواکونو باندې د خونړیو بریدونو او د افغان جکپوړو چارواکو تر وژلو تر څنگ د بهرنیانو په یرغمل نیولو تورنه ده.

وروسته له دې چې امریکا په افغانستان باندې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو لپاره برید وکړ، د دې شبکې جنگیالي پاکستان ته وتښیدل او په شمالي وزیرستان کې ځای پر ځای شول.

په واشنگتن کې د ولسن څیړنیز مرکز څخه مایکل گوکلمن وایي" پاکستان د حقاني شبکې او لشکر طیبه په څیر ترهگرو ډلو ته ځای ورکړی. یقناً چې امریکا او متحدین یې د حقاني د شبکې لپاره اندیښنه لري او دا اندیښنه برحقه ده."

امریکایي ځواکونو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د دې شبکې د ځپلو لپاره له ډرون څخه کار اخیستی.

که څه هم پاکستان په شمالي وزیرستان کې د تندلارو ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي خو افغان چارواکي ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې د حقاني شبکې غړي مصونه پاتې شوي او پاکستان د دې ډلې په له منځه وړلو کې جدي اقدام ندی کړی.

پاکستاني پوځ: د ضرب عضب په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ورکړه،
پاکستاني پوځ: د ضرب عضب په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ورکړه،

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي "ټولې ترهگرې ډلې چې په افغانستان کې فعاله دي که هغه طالبان دي که د حقاني ډله هغه د افغانستان د ثبات، امنیت او د خلکو لپاره خطر دي او افغان ځواکونه یې په نښه کوي. که د حقاني شبکه افغانان دي او په سوله کې افغانستان ته رانشي او تر ننه پورې انتحار او انفجار کوي، یوه تررورستي ډله ده."

په ورته وخت پاکستان د خپل سیال هند ته د یو جدي خطر په سترگه گوري او په افغانستان کې د هند د حضور په هکله تل اندیښنه څرگنده کړې ده.

د حقاني شبکه په افغانستان کې د هند په تاسیساتو په بریدونو تورنه ده. د کارپوهانو په باور پاکستان د حقاني شبکې او د طالبانو په څیر له نورو وسلوالو ډلو څخه په افغانستان کې د هند د حضور د مخنوي لپاره کاروي.

خو یو پاکستانی څیړونکی امتیاز گل بیا دا ډول نظر لري.

"که د دې شبکې سره د پاکستان د حکومت ملاتړ وای، امریکائیان به د دې شبکې د غړو د نیولو یا له منځه وړولو کې چې د پاکستان د همکاري سره ترسره کیږي د ستونزو سره به مخ وای"

واشنگتن له ډیرې مودې راهیسې په اسلام اباد فشار راولي چې د تندلارو ډلو په تیره د حقاني د فعالیت مخه ونیسي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ترمپ د جنوبي اسیا لپاره د خپلې تگلارې د اعلان په مهال پاکستان یې په افغانستان کې د دوه مخې لوبې او د تندلارو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

خو اسلام اباد په وار وار دا ادعا رد کړې ده او ویلي چې واشنگتن د ترهگرۍ په وړاندې د زرگونو پاکستاني وگړو قربانۍ له پامه غورځولې ده.

XS
SM
MD
LG