د لاس رسي وړ اتصالات

حیات الله حیات د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی


حیات الله حیات د ننګرهار د والي په توګه د ټاکلو وړاندې د هلمند د والي په توګه دنده سرته رسوله.
حیات الله حیات د ننګرهار د والي په توګه د ټاکلو وړاندې د هلمند د والي په توګه دنده سرته رسوله.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې میرمن منیره یوسفزاده، امریکا غږ اشنا راډیو ته د ننګرهار د نوي والي په توګه د حیات الله حیات ټاکل تائید کړل.

میرمن یوسفزاده وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د ننګرهار د والي په توګه د ښاغلي حیات د ټاکلو سربیره میرمن حبیبه کاکړ قاضي زاده د دغه ولایت د والي د مرستیالې په توګه ټاکلې ده.

حیات الله حیات د ننګرهار د پخواني والي ګلاب منګل پر ځای د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي منګل اوړمه ورځ د شخصي دلایلو پر اساس د ننګر هار د ولایت له څوکۍ استعفی وکړه.

د ننګرهار د والي په توګه د ټاکل کیدو وړاندې حیات الله حیات د هلمند د والي په توګه دنده سرته رسوله.

ښاغلي حیات دوه کاله وړاندې د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی وو.

هغه د هلمند ولایت د والي په توګه د ټاکلو وړاندې د میدان وردک د والي په توګه کار کوه.

حیات الله حیات د ننګر هار ولایت د خوږیاڼو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په اداره او منجمنټ کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړي کړي دي.

ښاغلي حیات افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ په پروګرام کې هم کار کړی دی.
ښاغلي حیات تیره ورځ د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رییس غني په حکم د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG