د لاس رسي وړ اتصالات

٣٠٪ افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري


د ښاغلي فیروز په باور د هیواد په ناامنو سیمو کې هم هیڅ روغتیایي مرکز نه دی تړل شوی.
د ښاغلي فیروز په باور د هیواد په ناامنو سیمو کې هم هیڅ روغتیایي مرکز نه دی تړل شوی.

د افغانستان د روغتیا وزیر وایي د هیواد په سلو ٣٠ وگړي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري. هغه وایي د امنیتي گواښونو د شتون او د روغتیایي خدمتونو د کموالي له کبله افغانان هر کال ٣٠٠ میلیونه ډالر په گاونډیو هیوادونو کې په درملنې او روغتیایي خدمتونو لږوي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز چې نن د بلخ ولایت د روغتیایي چارو د ارزونې لپاره مزارشیف ته تللی په دې ولایت کې د قابله نرسانو د زده کړو د یو مرکز د پرانستلو پر وخت وویل چې د هیواد له ٦٠ څخه تر ٧٠ فیصده وگړي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري خو د روغتیایي مرکزونو څخه لږ تر لږه د یو ساعت په واټن لېرې ژوند کوي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې "... په سلو کې ٣٠ افغانان بالکل روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري، یا یې سیمې ناامنه دي یا د جغرافیا له پلوه ستونزې لري. مونږ هڅه کوو چې دغه فاصلې راکمې کړو."

ښاغلی فیروز وایي په ولایتونو کې د مرکز په پرتله خلکو ته د روغتیایي خدمتونو کچه بهتره ده، خو د هغه په اند ناامنیو د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو پر کیفیت باندې پراخ تاثیر درلودلی دی او د هغې څارنه او ارزونه یې له ننگونو سره مخامخ کړې ده.

د بلخ یو شمیر اوسیدونکي چې خپل مریضان مزارشریف ته د درملنې لپاره راوړتي د روغتیایي خدمتونو نه ناراضه بریښي.

له دې سره سره د افغانستان د روغتیا وزیر وایي د روغتیایي خدمتونو د اساسي چلنجونو ته په پاملرنې سره عمده چلنج د متخصصینو او د تشکیل کمبود دی او دوی نه شي کولای چې د خلکو اړتیاو ته ځواب ووایي.

د ښاغلي فیروز په وینا له دې سره سره چې د قابلو د شمیر په زیاتوالي سره د میندو د مړینې کچه راټیټه شوی او د پخوا په پرتله په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو عرضه لوړه شوی ده د روغتیا وزارت هڅه کوي چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ کاندي.

د ښاغلي فیروز په باور د هیواد په ناامنو سیمو کې هم هیڅ روغتیایي مرکز نه دی تړل شوی.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال مییرویس بیژن

XS
SM
MD
LG