د لاس رسي وړ اتصالات

نباتي پروتین د انسان عمر زیاتوي- څېړنه


نباتات او پروتین
نباتات او پروتین

یوه نوې څېړنه ښيي هغه انسانان چې خپل پروتین له نباتاتو ترلاسه کوي تر هغوی ډېر عمر کوي چې د پروټین اخیستلو لپاره له غوښو څخه ګټه اخلي.

دا څېړنه د دوو کلونو په موده کې په جاپان کې تر سره شوې ده. په دغې څېړنې کې ۷۱زره کسان پوښتل شوي.

د څېړنې په اساس هغو کسانو چې له نباتي خوړو څخه یې پروتین ترلاسه کړي د هغو کسانو په پرتله کم د زړه او رګونو په ناروغۍ اخته کیږي چې دا کار نه کوي.

تر دې مخکې په نورو طبي او علمي څېړنو کې هم دا ثابته شوې وه چې د نباتاتو پروتین د زړه او رګونو په ناروغیو د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او بر عکس د حیواناتو پروتین په یادو شویو ناروغیو د انسانانو اخته کېدو ته لار پرانیزي.

دغه نوې څېړنه وايي که حیواني پروتین درې فیصده کم استعمال او پر ځای يې نباتي پروتین استعمال شي، په سرطان د انسان د اخته کېدو چانس ۳۹سلنه او د زړه او رګونو په ناروغیو د اخته کېدو چانس ۴۲ سلنه کموي.

څېړونکي وايي د سویا، عدس، لوبیا او نخودو خوړل د وازګو او وینې د فشار په کمولو کې مهم رول لري او همدغه راز وزن هم کنترولوي.

خو د حیواني پروتینو او غوښو ډېر خوړل د شکرې، زړه، سرطان او رګونو د ناروغیو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG