د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناني درملو استعمال ښایي ځیگر ته تاوان ورسوي - څیړنه


د روغتیا نړیوال سازمان وایي د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو شاو خوا ٨٠ فیصده خلک خپلې ابتدایي روغتیایي اړتیاوی په یوناني طبابت پوره کوي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو شاو خوا ٨٠ فیصده خلک خپلې ابتدایي روغتیایي اړتیاوی په یوناني طبابت پوره کوي

په نړۍ کې د یوناني درملو د بازار کلنی عاید ٦٠ میلیاردو ډالره دی چې له دې جملې نه په سلو کې ٢٥ یې یواځې چین ترلاسه کوي.

د ځیگر د ناروغۍ د هرو پنځو پیښو څخه چې د کیمیایي موادو له اثره رامنځ ته کیږي یوه پیښه یې د یوناني درملو په کارولو پورې اړه لري.

یوې نوې څیړنې ددې خبرې په بیان موندلي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په عمده توگه په آسیا او افریقا کې ددې ډول بوټو له محصولاتو څخه استفاده کیږي.

سربیره په دې د انابولیک سترویدونو نه گټه اخیستل چې په غیر قانوني او مصنوعي توگه تولیدیږي او ورزشکاران ترې د خپل بدن د غړیو د ودې او د ورزشي فعالیت د ښه کولو په مقصد استفاده کوي مخ په زیاتیدو ده چې د ځیگر ناروغي رامنځ ته کوي.

په متحده ایالاتو کې د انشتین د روغتیایي شبکې رئیس ویکتور ناوارو، د رویترز د اژانس یوې پوښتنې ته په ځواب کې په ایمل کې لیکلي دي چې په یو وخت کې د څو گیاهي درملو استعمال او یا هم د یو ډول یوناني درمل دوامداره مصرف، زیان پیښوي.

عمده ستونزه داده چې د ځیگر زیانمن کیدل تدریجي دي او ځنې وخت میاشتې او حتی کلونه نیسي چې د ځیگر ناروغي وده وکړي یعنی تر هغه چې دا ستونزه پرمختلې نشي، په ناروغانو کې د مرض هیڅ ډول علایم نه لیدل کیږي.

ددې آفت په ودې سره بیمار د ستړیا احساس کوي، د جلد خارښت، زړه بدی او کانگې او ورو ورو ژیړی، په بدن کې د مایعاتو تراکم، خونریزي او رواني تشویشونه ورته پیدا کیږي.

ښایي د عصري طب ځنې درمل هم د ځیگر د آفت د رامنځ ته کیدو سبب شي، خو هغه څه چې د طبي درملو په اړه ثابته شوي د هغې د درملنې گټور تاثیر دی، په داسې حال کې چې زیات شمیر یوناني یا د بوټو درمل پرته له دې چې گټه یې تثبیت شوی وي یواځې په دې خاطر چې په اسانۍ سره ترلاسه کیږي او د یو روزل شوي طبیب مشورې ته اړتیا نه لري، په پراخه توگه استعمالیږي.

په دې ترڅ کې د نیویارک د پوهنتون د طبي مرکز د تغذیې د متخصصې، سمنتا هلر په وینا د یوناني او گیاهي درملو ټولې غذایي زمیمې بدې او مضرې نه دي. هغه زیاتوي چې باید ددې ډول مشتقاتو خرڅوونکي پوره پوهه او صداقت ولري او د هغې رانیونکي باید هم په ناپوهۍ او خپلسر هغه استعمال نه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکوي چې د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو شاو خوا ٨٠ فیصده اوسیدونکي د ابتدایي روغتیایي اړتیاو لپاره د یوناني طبابت او لرغونو درملو استعمال ته مخه کوي.

دغه نړیوال سازمان او د هغه غړي هیوادونه هڅه کوي چې په خپل عصري صحي نظام کې د بوټو درمل شامل کړي چې له یوې خوا د سنتي طب لارې چارې او محصولات قانوني بڼه غوره کړي او له بلې خوا ددغو خدمتونو مصوونیت او کیفیت ښه شي.

د هغو شمیرو له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان خپرې کړي په نړۍ کې د بوټو یا یوناني درمل په کال کې ۶۰ میلیارد ډالره عاید لري چې یواځې چین ددې بازار له څلورو برخو څخه یوه برخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG