د لاس رسي وړ اتصالات

د سږیو د سرطان او د سگرټو د استعمال تر منځ اړیکه


د سږو د سرطان درملنه
د سږو د سرطان درملنه

هرکال شاو خوا یو ملیون وگړي د سږیو د سرطان له کبله تلف کیږي. د روغتیا نړیواله اداره وړاندوینه کوي چې دا شمیره به د سگرت د استعمال له کبله لا لوړه شي.

د سگرت څکول د سږیو د سرطان تر ټولو لوي لامل گڼل کیږي. څیړنې د سږي د سرطان او سگرت ترمنځ واضحه اړیکه په ډاگه کوي خو ځینې نور وایي د نورو سگرت څکونکو د دود استنشاق د سرطان سبب گرځي.

هرکال شاو خوا یو ملیون وگړي د سږیو د سرطان له کبله مري. شپږ لکه نور د سگرتو د دود د استنشاق له کبله ژوند له لاسه ورکوي. ددی ناروغانو تداوي د کیموتراپۍ له لارې تر سره کیږي چې کله گټور وي او کله هم هیڅ گټه نه کوي. څیړونکي اوس د یوې نوې گټورې او اغیزمنې لارې د موندلو دپاره زیار باسي څو سرطاني دانې یا تومورونه پداسې یوه بڼه له منځه یوسي چې روغو او سالمو انساجو ته زیان ونه رسوي او اړخي اغیزې یی هم کمې وي.

د درملنې یوه لاره پرآزموینی اړه لري څو زیانمن انساج وپیژندل شي. دا انساج د آنکو جین په نوم یادیږي چې د سرطاني حجراتو دپاره د ودې لاره هواروي.

مارک کریس، د سرطان د درملنې له یو مرکز څخه دا څیړنې ارزولي او د سرطان په وده کې یی د آنکو جین رول تر آزموینې لاندې نیولای دی.

د سږو د سرطان د درملنې او د ماشومانو د سؤتغذي په هکله رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:32 0:00

هغه وایي « دا زیانمن انساج یو ډول ځانگړی پروتین تولیدوي چې د سرطاني حجراتو د ودې دپاره مهم گڼل کیږي.»

داکتر کریس دا آزموینه د سږیو د سرطان پر زرو ناروغانو باندې تر سره کړه څو په تومورونو کې لس حجروي بدلونونه وڅیړي او ویی ارزوي.

هغه زیاته کړه «مونږ فکر وکړ چې تومور د ناورغ د تشخیص پر مهال تر آزموینی لاندی ونیسو. چې همداسې مو وکړل. پرداسې لس ډولو آنکو جین باندی آزموینه تر سره شوه چی په پایله کې مو په څلور شپیته فیصده ناروغانو کې دا انکوجین تشخیص کړ او اته ویشتو فیصدو ناروغانو ته مو د همدی معلوماتو پر بنسټ د درملنې غوره لارې چارې هم وټاکلې.»

د زیانمن جین تشخیص د داکترانو سره د غوره تداوۍ په برخه کې مرسته کوي. داکتر کریس وايي دا آزموینه چټکه، دقیقه او ارزانه ده. هغه زیاتوي چې ددی آزموینو نتیجې د ډول ډول نورو سرطانونو په درملنې کې هم مرسته کولای شي.

ددې څیړنو پایلې د امریکا د طبی ټولنی په ورځپاڼه کې خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG