د لاس رسي وړ اتصالات

د موسیقۍ درمانونکی طاقت


پوهان د موسیقۍ درمانونکی قوت څیړي او وایي دغه قوت واقعي دي، خو دا چې څنگه اثر کوي باید وڅیړل شي.

موسیقي د انسان پر حواسو جادویي اثر لري او دا قوت لري چې انسان خوشحاله، خفه او یا هم ټولنیز بدلون ته وهڅوي. خو د دې ترڅنگ موسیقي درمانونکی قوت لري او څیړونکي غواړي پوه شي چې دا په څه ډول اثر کوي.

د وایلن ارامونکی غږ او د نڅا کوونکو په زړه پورې خوزښت کیدای شي د روغتون د درملنې د دردناکې پروسې پر ځای د خلکو په درملنه کې مرسته وکړي.

موسیقي پوهه مارتا وانس، وایي "موسیقۍ اندیښنې کموي او همداشان د یو ناروغ په درملنه کې مرسته کوي او د هغوی د اړتیا وړ درملو اندازه راکموي".

د امریکا د روغتیا د ملي انستیتیوت څیړونکي دا څیړي چې واقعاً څنگه موسیقي د انسان پر بدن اثر کوي.

جولیا لانگلي د جورج ټاون د لمبارډي د هنري او بشري پروګرام د څانگې کارپوهه وایي "که چیرته مونږ هنرونه هم داسې مطالعه کړو لکه ساینس چې درمل او د درملنې نورې لارې چارې مطالعه کوي، نو زما په اند مونږ به د انسان شخصي درملنې او پاملرنې ته گټه ورسوو."

د امریکا د روغتیا د ملي انستیتیوت څیړونکی ډیوید جانگرو وایي "که غواړئ چې د انسان د ماغزو مشخصه برخه مطالعه کړئ، باید سندرې واورئ او یا هم د موسیقۍ د یوې الې غږول واورئ او یا هم ښایي د موسقۍ د یوې ټوټې د جوړولو برخه شئ".

د سندرغاړې ریني فلیمینگ په ماغزو باندې د خبرو او سندرو ویلو پر وخت څیړنه وشوه. هغه څه چې څیړونکو تر لاسه کړل دا و چې د موسیقۍ د بهیر څیړنه یوه ډیره مغلقه پروسه ده او د موسیقۍ ادراک ښایي لا هم پیچلی وي. موسیقي کیدای شي د ماغزو د یوې برخې د څیړنې او د درملنې د پروسې د چټکتیا لپاره یوه وسیله وي.

څیړونکي وایي د درملنې اخوا، د موسیقۍ زده کړه او یا غږول ماغزو تیزوي، ماشومانو سره د ژبې په زده کړه کې مرسته او د هغو پر نمرو مثبت اثر کوي.

XS
SM
MD
LG