د لاس رسي وړ اتصالات

له وخت دمخه زیږد د ماشومانو د مړینې او معلولیت عمده عامل دی


په چین کې ددغه له وخت نه مخکې زیږیدلې ماشومې وزن ٩٧٠ گرامه و
په چین کې ددغه له وخت نه مخکې زیږیدلې ماشومې وزن ٩٧٠ گرامه و

د نړیوالو څیړونکو یوې ډلې د لومړي ځل لپاره هغه شپږ جینونه معلوم کړي دي چې د امیدوارۍ د مودې وخت ټاکي او څرگندوي چې یوماشوم په وخت او یا له وخت نه مخکې زیږیږي. له وخت مخکې زیږیدل د ماشومانو د مړینې او معلولیت یو ستر عامل دی.

د رپوټونو له مخې ساینس پوهانو داسې ممکنې نښې نښانې موندلې دي چې له مخې يې له وخت دمخه زیږیدنو مخه نیول کیدای شي.

هر کال په نړۍ کې پنځه میلیونه ماشومان له وخت نه مخکې پیدا کیږي. دغه ماشومان د سا اخیستو په ستونزه اخته وي او زیاتره یې مړه کیږي. هغه ماشومان چې پائیږي، په خپل ټول ژوند کې د بې وخته زیږیدنې د ناروغي له اغیزو سره مخامخ وي.

د نړیوالو څیړونکو یوې ډلې د ډي-ان-اې DNA د تحلیلولو په ترڅ کې د پنځوس زرو میندوارو ښځو جینټیکي جوړښت مطالعه کړی او شپږ داسې جینونه یې موندلي دي چې د مور په رحم کې د یو ماشوم د زیږد موده ټاکلی شي.

ددې څیړنې تنظیموونکی ډاکټر لویس موګلیا وایي "د لومړې ځل لپاره مونږ داسې نښانې موندلې دي چې له مخې یې مونږ کولای شو معلومه کړو چې آیا یوه ښځه له وخت نه مخکې ولادت له خطر سره مخ ده که نه".

ډاکټر موګلیا وايي چې ساینسپوهان د اوږدې مودې راهیسې پوهیږي چې له وخت نه مخکې ولادت یو شمیر جینیټیکي او چاپیریالي عوامل لري. د دغو جینونو یو یې په بدن کې د سلنیم په کارولو کې لاس لري چې په خاوره، کبانو او غوښه کې پیدا کیږي. یوه بله موندنه ښيي چې د رحم دننه سلولونه د حاملګۍ په دوران کې زیات رول لوبوي.

هغه زیاتوي چې د لومړې ځل لپاره دوی پوه شوي چې د مور کوم نسج له وخت نه مخکې ولادت سبب کیږي.

د "مارچ آف ډایمز" په نامه یوې غیر انتفاعي ډلې دغه څیړنه ستایلې ده او ددې موسسې یو غړي سټسي سټیوارټ ویلي چې دا څیړنه "ښایي له وخت نه مخکې ولادت د مخنیوي د لارو چارو د موندلو لپاره یو مهم پرمختګ وي چې د زیږد د لومړې ورځې نه تر پنځو کلونو پورې د ماشومانو د مړینې او معلولیت لوی عامل دی.

دغه څیړنه له وخت نه مخکې ولادت د مخه نیوي لپاره یو فوري حل نه دی، خو ښايي ددې ستونزې د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG