د لاس رسي وړ اتصالات

د زړه له حملې وروسته د پاخه عمر لرونکو کسانو جنسي فعالیت کمزوری کیږي


ډاکترانو په ۱۰۳ روغتونونو کې په ۲۸۰۰ ناروغانو باندې په امریکا کې او په ۲۴ روغتونونو کې په هسپانیې کې څېړنې کړې دي
ډاکترانو په ۱۰۳ روغتونونو کې په ۲۸۰۰ ناروغانو باندې په امریکا کې او په ۲۴ روغتونونو کې په هسپانیې کې څېړنې کړې دي

په امریکا او هسپانیې کې د زړه په ناروغانو باندې په یوې شوې څېړنه کې جوته شوې چې د ۵۵ کالو نه ټیټ عمر لرونکو کسانو ترمنځ د زړه له حملې وروسته جنسي کمزورتیا رامنځته شوې.

د رویټرز خبري آژانس ته د شیکاګو له پوهنتون څخه ډاکترې ستېسي تزلر لندا وویل "د هغو نارینو او ښځو زیاته برخه چې د زړه له حملې مخکې یې هیڅ جنسي کمزورتیا نه درلوده، د زړه له حملې وروسته ورته یوه یا هم زیاتې جنسي ستونزې پیداشويدي".

هغې زیاته کړه "امید ورکونکي پیغام دادی چې ۴۰ فیصده ښځو او ۵۵ فیصده نارینو د زړه له حملې وروسته جنسي کمزورتیا نه لرله او د هغو ناروغانو نږدې دریمې برخې چې یو کال مخکې یې مشکلات درلودل ویلي چې یو کال وروسته یې دغه مشکلات نه درلودل".

لندا او ملګرو یې په ۱۰۳ روغتونونو کې په ۲۸۰۰ ناروغانو باندې په امریکا کې او په ۲۴ روغتونونو کې په هسپانیې کې څېړنې وکړې.

په څېړنه کې ویل شوي: د هغو ناروغانو له جملې چې د زړه له حملې مخکې یې جنسي کمزورتیا نه لرله، په نارینه و کې د ښځو په پرتله د جنسي فعالیت د بیا پیل کېدو احتمال ډیر و.

د زړه له حملې یوه میاشت وروسته، ۶۴ فیصدو نارینه و او ۵۵ فیصد ښځو جنسي اړیکو ته بیرته مخه کړې. یو کال وروسته ۹۴ فیصده نارینه و او ۹۱ فیصده له جنسي لحاظه فعاله وې.

خو د زړه له حملې یو کال وروسته ۴۲ فیصده ښځو او ۳۱ فیصده نارینه وو ته چې مخکې یې کومه جنسي کمزوري نه درلوده، یوه یا زیاتې جنسي کمزورتیاوې پیداشويدي.

د جنسي فعالیت د کمزورتیا د لوړې کچې باوجود، په خاصه توګه د ښځو ترمنځ،څېړونکو لیکلي چې ډیرکم شمیر ناروغانو له ډاکټرانو سره د جنسي فعالیت دبیرته پیل کېدو په هکله خبرې کړي.

په دواړو هېوادونو کې د نارینه و په پرتله په ښځو کې د د زړه له حملې یو کال وروسته د جنسي فعالیت د بیا پیل کېدو لپاره د مشورو د اخېستو احتمال ډیرکم وو- ۲۷ فیصده ښځو او ۴۱ فیصده نارینه وو ویلي چې دوی مشورې اخیستي دي.

کومو کسانو چې له ډاکټرانو سره د زړه له حملې وروسته په لومړۍ میاشت کې خبرې نه وې کړې شاخوا ۵۰ فیصده احتمال لري چې د جنسي اړیکو بیا پیل یې ځنډولی وي.

لندا زیاته کړه چې د زړه له حملې وروسته د جنسي فعالیت د کمزورتیا کچه په دغې څېړنې کې د عموي فزیکي فعالیت له کموالي سره مقایسه شوېده او د ژور خپګان یا سترس له امله د جنسي او فزیکي فعالیت د کموالي په پرتله څو چنده لوړه ده.

هغې زیاته کړه د زړه د حملې باوجود، د معالجې وړ ناروغۍ لکه ژور خپګان او شکر د جنسي کمزورتیا لوی عوامل شمیرل کیږي.

د شمالي کارولینا په ایالت کې د دوک پوهنتون د طب پوهنځي څخه ډاکتر کیون وینفورت هم د ډاکټر لندا خبرې تائید کړې او رویټرز ته یې په استول شوي ایمیل کې ویلي ډاکټرانو ته په کارده چې د دغه ډول ناروغیو له ناروغانو سره د جنسي کمزوریو په هکله خبرې وکړي او د بیا پیل لپاره یې لازمې مشورې ورکړي.

XS
SM
MD
LG