د لاس رسي وړ اتصالات

یو تابلیت د زړه او الزائمر ناروغیو ته


인도 뭄바이에서 열린 한 힌두교 행사에서 학생들이 힌두신 시바의 춤추는 형상을 재현했다. '춤의 신'이란 뜻인 '나타라자'라고 부르기도 한다.
인도 뭄바이에서 열린 한 힌두교 행사에서 학생들이 힌두신 시바의 춤추는 형상을 재현했다. '춤의 신'이란 뜻인 '나타라자'라고 부르기도 한다.

فرض کړۍ که یو څوک د زړه سکته وکړي یا د الزائمرز یعنې د فراموشۍ او د حافظې د خرابیدو په ناروغۍ اخته شوې وي، یو کوچنی کپسول یا ټابلیټ وخوري او یو دم جوړشي!

امریکایي ساینس پوهان وایي چې یوه کوچنۍ مرکبه ماده یی چې دChemical Cocktail په نوم یادیږي جوړه کړې چې امکان لري یوه ورځ به ډاکتران ورنه د هغو حجراتو د ترمیمولو لپاره کار واخلي چی د زړه د سکتې په مهال له کاره لویږي.

دوی وایي یو نوی مالیکولي مرکب یې تیار کړی دی چې د زړه د له منځه تللو او زیانمنو شویو حجراتو په بیارغولو او فعالولو کې او هم د Stem Cells یا د بدن د بنیادي حجراتو په جوړولو کې مرسته وکړي. ساینس پوهان دا هم وایی چې دغه کیمیاوي مرکب به د الزائمرز او پارکینسنز یعنې د عصبي حجراتو د مختل کیدو او د اندامونو د لړزیدلو د وژونکې ناروغۍ په علاج او درملنه کې هم مرسته وکړي.

د امریکايي او چینايي ساینسپوهانو وروستۍ موندنې ښيي چی د دی کوچني کیمیاوي مرکب په وسیله د انسان د بدن له عادي حجراتو نه د انسان د زړه د بنیادي حجراتو د جوړلو لپاره کار اخیستل کیدای شي او دا به ناروغ له مرگ نه وژغوري.

ساینس پوه، شینگ ډینگ وایي د بدن بنیادي حجرات دا خاصیت لري چی د یو انسان په بدن کې د مختلفو حیاتي حجراتو وظیفه سرته ورسوي.

ښاغلی ډینگ د انساني حجراتو د بیا تولیدو د طب په رشته کی د بیالوژۍ استاد دی او د هغه ساینسي ټیم مشري یی په غاړه وه چی نهه کیمیاوي مرکبونه یی وموندل. دی وایي چې له عادي حجراتو نه په استفاده د انسان د زړه د ضایع شویو حجراتو په فعالولو او ترمیمولو کې د مرستې اخیستل ممکن دي.

نوموړی وایي چې ساینس پوهانو په آزمایښتي توگه د یو موږک په زړه باندی بریالۍ تجربه کړې ده. هغه زیاته کړه چې اوس په ورو ورو د انسان د بدن د خرابې شوې حجرې د بیارغولو بهیر ساده کیږي.

د ساینس پوهانو یوه بله ډله د همدې کیمیاوي بهیر په کارولو د یوه موږک د بدن عادي حجرات په عصبي حجراتو تبدیل کړل چې د الزائمر او پارکینسنز د ناروغ د سر د زیانمنو شویوعصبي حجراتو په ترمیمولو کی به ورنه یو وخت کار اخیستل کیږي.

ساینس پوهان وایي په دې کار سره د هغو قلبي او عصبي ناروغانو ستونزه به هم حل شي چی بدن یی د بل انسان له بدن نه انتقال شوې تعبیه شوي حجرات نه قبلوي.

د زړه د سکتې نه وروسته معمولا بی کاره شوي حجرات پاتې کیږي مگر دا حیاتي حجرې چی د طب په اصلاح ورته Cardiomyocytes ویل کیږي په خپله د تولید لږ استعداد لري.

مخکی چې کومی تجربی په لابراتوارونو کې شوې وې ډیرې پیچلې وې او کله چې به کوښښ کیده د ناروغ د بدن په حجراتو کې ځانگړی جین ورگډ کړي، اکثره به یی بدن نه مانه. خو د تازه تجربو په ترڅ کې د موږک په زړه کې د خپل بدن حجرې په کامیابۍ کار پیل کړ.

د یوې تندرستې انساني حجرې د جوړولو پروسه ډیر وخت اخلي او ډیره مشکله او پیچلی پروسه ده. خو ساینس پوهان وایی ښایي چې یوه ورځ به د انسان د ضایع شویو حیاتي اعضاو د رغولو او ترمیمولو کار ساده او بسیط شي.

ژباړه: سید سلیمان شاه

XS
SM
MD
LG