د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کرونا له وجې د مړینو شمیر ۷۰۰ زرو ته نږدې شو


د کرونا ویروس د شنبې تر سهار، اګست ۱ (زمري۱۱) په ټولې نړۍ کې ۶۸۰۰۱۴ کسان مړه کړي او نږدې اتلس ملیونه نور پرې اخته شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکېز د پوهنتون د معلوماتو پر اساس دغه ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او وژلي دي. یوازې پرون د جمعې په ورځ یې ۱۴۴۲ کسان مړه کړیدي. پدې سره په امریکا کې د دې ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۵۳۰۰۰ ته رسیدلی.

د امریکا نه وروسته برازیل د نړۍ دویم هیواد دی چې د کرونا ویروس پکې ډیر کسان مړه کړیدي. په برازیل کې یې ۹۲۴۷۵ کسان مړه کړي او له دوه نیم میلیون څخه ډیر نور کسان په دغه بیمارۍ اخته شوي دي.

د برازیل نه وروسته مکسیکو او برتانیه د نړۍ هغه هیوادونه دي چې د کرونا ویروس پکې ډیر کسان مړه کړي. پدې هیوادونو کې کرونا څه باندې ۴۶ زره کسان مړه کړي او په پنځم مقام کې بیا هند دی چې د کرونا ویروس پکې ۳۶۵۱۱ کسان مړه کړي او څه باندې یو نیم ملیون یې نیولي دي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د تیرکال دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو په اساس اوس مهال د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

XS
SM
MD
LG