د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان په پایتخت کې د اختر په شپې سختې جګړې شوي


تازه جګړې داسې مهال شوې چې د ملیشو مشر د لوی اختر په مناسبت د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند اعلان کړی.
تازه جګړې داسې مهال شوې چې د ملیشو مشر د لوی اختر په مناسبت د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند اعلان کړی.

د سودان په پایتخت خرطوم کې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د شپې ناوخته هغه وخت سخته جګړه پیل شوه چې نیمه پوځي ملیشو د ښار د پولیسو مرکزي قرارګاه ونیوله.

عیني شاهدان وایي چې د جنرال حمدان ډاګلو په مشر د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو سه شنبه ناوخته د خرطوم په مرکزي، جنوبي او شمالي برخو کې په پوځي اډو بریدونه وکړل.

پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه ندي ویل شوي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د ملیشو مشر جنرال حمدان ډاګلو دواړه کوښښ کوي ډیرې پوځي اډې په واک کې ولري او له همدې کبله په یو بل بریدونه کوي.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ویلي چې د چارشنبې ورځې اختر به "بې خونده او غمجن" وي ځکه خلک د جګړو له ویرې حتی نشي کولی په بازار کې د ضرورت وړ سوداګانې واخلي.


دې جګړو داسې مهال زور اخیستی چې د ملیشو مشر ویلي و د لوی اختر په مناسبت د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند کوي.

تر اوسه نده معلومه چې آیا د پوځ لوی درستیز د جنرال داګلو د اوربند غوښتنه منلې که نه خو پخپله جنرال داګلو په یو غږیز پیغام چې امریکا غږ ته یې هم استولی ویلي چې ځواکونه به یې پخپلو مرکزونو کې ناست وي او یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره به عمل کوي.

دې جنرال دا هم ویلي چې په یو اړخیزه توګه د اوربند اعلانول ښیي چې د ده تر امر لاندې ځواکونه غواړي په هیواد کې جګړه پای ته ورسوي تر څو د ملکیانو کړاونه هم ختم شي.

بل خوا بیا د پوځ لوی درستیز جنرال برهان په دولتي تلویزیون کې په هیواد کې د ټولو ځوانانو او هغوي چې وس یې لري غږ کړی د پوځي قطعاتو سره یو ځای شي او د خپل هیواد دفاع وکړي.

د جنرال حمدان په ملیشو دا تور دی چې د عامو خلکو مالونو تر څنګ یې بشري مرستې هم لوټ کړي خو پخپله دې جنرال بیا په یو تازه غږیز پیغام کې ژمنه کړې چې د هغو وسله والو سره به حساب کتاب کوي چې پدې ناوړه چلند کې لاس لري.

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هغه ملیشې دي چې د سودان پخواني دکتاتور عمر البشیر په ۲۰۰۳ کال کې د دارفور په سیمه کې د قومي اقلیتونو لخوا د پیل شوي بغاوت ځپلو لپاره وګمارلې.

پدې ډلې د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو تورونه لګول شویدي.

خو په سودان کې تازه جګړې د همدې روان کال د اپریل په میاشت کې د پوځ لوی درستیز او پخواني مرستیال تر منځ د واک پر سر پیل شوې او د وسله والې شخړې موقعیت او معلوماتو راټولولو پروژې په نامه د ادارې د معلوماتو له مخې پدې جګړې کې تر اوسه نږدې ۲۸۰۰ کسان وژل شویدي.

بل پلو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د جګړو له کبله د سودان شاوخوا ۲ ملیونه کسان دیته اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

دې ادارې ویلي چې نږدې ۶ سوه زره سودانیانو ګاونډیو هیوادونو ته کډې وړي.،

XS
SM
MD
LG