د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن چمتو دی چې د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره دفاعي همکارۍ پیاوړې کړي. د نوموړي په وینا، دغه همکارۍ به د ګډو امنیتي ګټو او د هر هېواد د لومړیتوبونو پر بنسټ ولاړې وي.
هېګسېت د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸مه، د فیلیپین په سیبو ښار کې د آسیان د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال وویل، متحده ایالتونه له خپلو سوېل ختیځو اسیايي شریکانو سره په ګډه کار کوي، څو د نږدې دفاعي همکاریو لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي.
هېګسېت وویل، واشنګټن چمتو دی چې د آسیان له غړو هېوادونو سره د هغوی د ځانګړو شرایطو، ملي لومړیتوبونو او ګډو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي.
د ټرمپ د ادارې په استازیتوب، هېګسېت د سیمهییز امنیت په اړه د ولسمشر تګلاره تشریح کړه. هغه وویل، دغه تګلاره د ځواک له لارې د سولې پر ټینګښت او پدې اصل ولاړه ده، چې هېوادونه باید د خپلې دفاع لپاره لا ډېر مسؤلیت پر غاړه واخلي.
هغه وویل : "دا داسې لیدلوری دی چې پر ځواک ولاړ دی- نه پر هیلو او تشو تمو، بلکې پر پیاوړو او پر ځان بسیا هېوادونو ولاړ دی. داسې هېوادونه چې د خپل ملي حاکمیت د دفاع وړتیا ولري او د ځواک د داسې مناسب انډول په رامنځته کولو کې ونډه واخلي، چې د ټولو په ګټه وي."
هغه ومنله چې متحده ایالتونه به له خپلو ټولو شریکانو سره په هره موضوع کې یو شان نظر ونه لري، خو زیاته یې کړه چې پر بنسټیزو اصولو توافق کولی شي چې د عملي همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
د غونډې په څنډه کې، د امریکا د جگړې وزیر پیت هیګسیت د هند له دفاع وزیر راجنات سینګ سره هم خبرې وکړې. دواړو چارواکو د هند او امریکا د لس کلن دفاعي چوکاټ د پلي کېدو پرمختګ وڅېړه. دغه چوکاټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو دفاعي همکاریو لپاره بنسټ برابروي.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د سوېل ختیځې اسیا او د اسیا او ارام سمندر د پراخې سیمې حکومتونه د سیمې د امنیت په برخه کې د واشنګټن د دوامدارې ژمنتیا ارزونه کوي.
د سیمې له مهمو امنیتي اندېښنو څخه یوه د فیلیپین او بیجینګ ترمنځ سمندري ترینګلتیاوې دي.
د آسیان د دفاع وزیرانو غونډه سیمهییزو حکومتونو او نړیوالو شریکانو ته زمینه برابروي، څو د دغو ننګونو په اړه خبرې وکړي، ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره عملي لارې چارې وڅېړي.
فورم \ دبحث خونه