د لاس رسي وړ اتصالات

هګسېټ: د هرمز تنګي محاصره په پراخېدو ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیټ هګسیت
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیټ هګسیت

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیټ هګسیت، وایي چې د هرمز د تنګي محاصره د پراخېدو او نړیوال کېدو په حال کې ده.

هګسېت چې د جمعې په ورځ (د اپریل ۲۴) د جګړې په وزارت کې په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې د هر ساعت په تېرېدو سره، دا محاصره نوره هم قوي کيږي او هیڅوک یې له حلقې څخه وتلی یا ننوتلی نه شي.

د هګسیټ په وینا، د متحدو ایالتونو له اجازې پرته، هېڅ کښتۍ نه شي کولی چې له دې تنګي څخه د نړۍ نورو سیمو ته حرکت وکړي.

د جګړې وزیر ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ د دې هېواد سمندري ځواکونو ته اجازه ورکړې چې د ایران هغه کښتۍ په نښه کړي چې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای په ځای کوي او د کښتیو د تګ راتګ په وړاندې خنډ جوړوي.

پیټ هګسېټ وویل چې ایران دا فرصت لري چې له واشنګټن سره یوه "ښه هوکړه" وکړي.

هګسټ د ولسمشر ټرمپ دا دریځ تکرار کړ چې متحده ایالتونه له ایران سره د یوې بدې معاملې د کولو لپاره هېڅ بېړه نه لري.

پیټ هګسېت د حماسي غضب د عملباتو په اړه وویل چې دا عملیات یواځې په څو اونیو کې، پوځي پایلې درلودې.

هګسیت د متحدو ایالتونو د پوځ وړتیا بېسارې توصیف کړه او وویل چې دا پوځ هر وخت او د پام وړ په هرځای کې د متحدو ایالتونو د ګټو ساتونکی دی.

په دې خبري کنفرانس کې د متحدو ایالتونو د وسلوال پوځ عمومي لوی درستیز، ډن کېن، هم برخه درلوده او د حماسي عضب عملیاتو په اړه یې جزییات ورکړل.

جنرال کېن وویل چې د جمعې ورځې له سهار څخه، ۳۴ کښتیو د امریکا د پوځ په لارښونې، خپل مسیر بدل کړی.

د ډن کېن په وینا، یواځې یوه کښتۍ، وروسته له هغې چې د پوځ خبرداری یې له پامه وغورځوه، د امریکایي ځواکونو له لورې له فعالیته وغورځول شوه.

ډن کېن دا هم وویل چې په تېرو څو ورځو کې ایران په پنځو سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي چې په دې کې داسې کښتۍ هم شاملې وې چې د ایران رژیم وار دمخه ورته د تګ راتګ اجازه ورکړې وه.

تر دې یوه ورځ مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په سپینې ماڼۍ کې د لبنان د اوربند په اړه له خبریالاتو سره د خبرو په مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران سره په جګړه کې به له اټومي وسلې کار وانخلي.

د ټرمپ په وینا، د ایران وړتیا د اټومي وسلې څخه پرته ضعیفه شوې او په هغه هېواد کې یې نږدې ۸۰سلنه د پام وړ هدفونه له منځه وړي دي.

ټرمپ وویل که ایران هوکړه ونکړي، پاتې هدفونه به هم له منځه یوسي. ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران هوکړې ته به تر کله انتظار وکړي؟ وویل چې د ایران سره د یوې بدې هوکړې لپاره تر هېڅ ډول فشار لاندې ندی.

د ډونالډ ټرمپ په وینا، هغه د متحدو ایالتونو او نړۍ لپاره د یو پایداره هوکړې غوښتونکی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG