د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وايي چې د ایران د ترهګر رژیم پر ضد د متحدو ایالتونو او اسرائیل بریدونه زیاتېږي. هېګسټ ویلي چې متحده ایالتونه د سه شنبې په ورځ [مارچ ۱۰مه] دننه په ایران کې د سختو بریدونو د ترسره کولو لپاره چمتوالی نیسي.
هېګسټ یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سه شنبې په عملیاتو کې به زیات شمېر جنګي الوتکې او ګڼ بریدونه شامل وي او ددې کار لپاره به د چاڼ شویو استخباراتي اطلاعاتو نه کار واخېستل شي.
هېګسټ ویلي چې د عملیاتو په ترڅ کې د ایراني رژیم پوځي قابلیتونه یي سخت ځپلي دي. ده زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ایران په اسرائیل او د سیمې په نورو هېوادونو "تر ټولو کم شمېر توغندي توغولي دي."
د ځپلو د یوې بلې نښې په توګه، هېګسټ د ایران د رژیم پاتې ملایانو ته اشاره وکړه ویې ویل چې هغوي د "ډارنو ترهګرو په توګه ناهیلې او په ځانځانۍ کې دي."
ده زیاته کړه چې رژیم د ایراني ښوونځیو او روغتونونو نه توغندي توغوي او "عمداً بې ګناه خلک په نښه کوي ځکه چې هغوي پوهېږي پوځ یې په سیسټماتیکه توګه ځپل شوی او له منځه تللی دی."
هېګسټ ویلي چې د امریکا استخباراتي معلومات ښيي چې رژیم زموږ د بریدونو د مخنیوي هڅه کوي او "د توغندیو توغوونکي وسایط، ملکي سیمو، ښوونځیو او روغتونونو ته ورڅېرمه انتقال کړي.”
د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوي درستیز جنرال ډن کېن چې د هېګسټ سره په خبري غونډه کې برخه لرله وویل چې د متحده ایالتونو پوځیانو د رژيم په پوځي او صنعتي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي.
جنرال کېن وویل د متحده ایالتونو پوځیان د پوځي او صنعتي تاسیساتو د "ثقل په مرکزونو" تمرکز کوي څو د هغوي د راکټونو د توغولو او د ډرون د کارولو وړتیاوې له منځه یوسي.
فورم \ دبحث خونه