د لاس رسي وړ اتصالات

حکمت کرزي د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالۍ استعفی وکړه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د چهارشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۵) افغان ولسمشر ته په یو لیک کې خپله استعفی وړاندې کړې ده.

ښاغلي کرزي په دغه لیک کې، چې په خپل ټویټر‌پاڼه کې یې خپور کړی دی، په حکومت کې د نظرونو ژور توپیر د خپلې استعفی لامل ښودلی دی.

هغه ویلي "د ملي یووالي په حکومت کې د نظرونو ژور توپير راته د خدمت زمینه لا محدوده کړې ده. زه په دې حکومت کې خپل دوامداره شتون د افغانستان د خلکو د اساسي حقوقو څخه د دفاع په برخه کې اغیزمن نه ګڼم او باور لرم چې په داسې حالت کې به د خپل ولس ترڅنګ زما شتون ډير اغیزمن او ګټور وي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال، په دغه مقام کې د هغه د ګومارنې او ورباندې د شوي اعتماد له امله، د افغان حکومت له رهبرۍ څخه مننه کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او همدا شان د ولسمشر غني له خوا د ښاغلي کرزي د استعفی د منلو او یا نه منلو په اړه یې هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې له خپلې دندې استعفی ورکړې، چې ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په حمل میاشت کې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دغو شرایطو کې له دندې څخه د جیګپوړو حکومتي چارواکو استعفی ورکول، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د تیارۍ نیولو یو عمده لامل ګڼي.

XS
SM
MD
LG