د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیانو وتل د اسلامي حزب شرط نه دی


د ډېرو خلکو په گمان گلبدین حکمتیار په پاکستان کې اوسیږي خو پلویان یې وایي چې رهبر یې په افغانستان کې دی.
د ډېرو خلکو په گمان گلبدین حکمتیار په پاکستان کې اوسیږي خو پلویان یې وایي چې رهبر یې په افغانستان کې دی.

د سولې په خبرو کې د اسلامي حزب استازي وایي چې د بهرنیو ځواکونو وتل شرط نه دی، ددې حزب هدف او اصول دي چې خبرې پرې کیدلی شي.

د افغانستان د اسلامي حزب استازی امین کریم وایي گلبدین حکمتیار له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو غوښتنه نه کوي.

ښاغلی حکمتیار چې له تیرو څلویښتو کالو راهیسي په افغانستان کې په یوه او بل ډول په جگړه کې اخته دی، له ډیرې مودې راهیسي گمان کیږي چې په پاکستان کې اوسیږي. د حزب بپلویان وایي، د دوی مشر دننه په افغانستان کې دی.

تیر کال، په ځینو تلویزیوني پردو ښکاره شو او د سولې د پاره یې د افغاسنتان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط کیښود.

د اسلامي حزب د پلاوي غړی، ښاغلی کریم وایي "د بهرنیو ځواکونو وتل شرط نه دی، حزب هیڅ ډول شرطونه نه لري، خو اصول لري چې د ځواکونو وتل هم یو اصل دی."

د حکمتیار د ډلې په موقف کې دغه انعطاف یو ستر پرمختگ بلل کیږي خو ځیني خلک دا په سیاست کې د مطرح پاته کیدو حرکت گڼي. د جمهور رئیس غني حکومت د حکمتیار سره د خبرو اترو وروستي پرمختگونه ستایلي دي او په هیله دی چې د حکمتیار په شمولیت سره به حکومت غښتلی او مخالفان کمزوري شي.

د کریم امین په مشرۍ د حزب اسلامي هیئت په دې هیله د افغانستان د حکومت له جگپوړو چارواکو سره د روغې جوړې خبرې کوي چې د ٢٠١٦ کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار برابره شي.

کریم امین په مرکه کې وایي " حکمتیار د کابل په حکومت کې برخه نه غواړي، موږ قدرت نه غواړو، موږ سوله او اصول غواړو."

حکمتیار په ٢٠٠٨ کال کې د حامد کرزي د حکومت سره هم د یو ځای کیدو په خبرو اترو کې پرمختگ کړی و، خو د سخت دریځ او د بشري حقوقو څخه د سرغړونې د نړیوالو نیوکو له امله په ښکاره له حکومت څخه لیري پاته شو.

پر نړیوالو ځواکونو باندې اسلامي حزب وروستی علني برید په ٢٠١٣ کال کې په کابل کې وشو، چې د شپږو امریکایانو په گډون ټول ١٥ کسان په کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG