د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: وسله‌وال دې له بې‌معنی او نامقدسې جګړې لاس واخلي


افغان حکومت سره د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته نن په لومړي ځل حکمتیار د لغمان ولایت مرکز کې یوې غونډې ته وینا وکړه.
افغان حکومت سره د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته نن په لومړي ځل حکمتیار د لغمان ولایت مرکز کې یوې غونډې ته وینا وکړه.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار تیرکال افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته نن د شنبې په ورځ په لومړي ځل د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې یوې غونډې ته په وینا کې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفان سولې ته راوبلل.

د مهترلام په ښار کې د ګلبدین حکمتیار د څرګندیدلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته، چې د اسلامي حزب د قوماندانانو چارواکو د ګډون ترڅنګ د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د افغان حکومت سیمه ایزو چارواکو او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د ولسمشر غني د سیاسي چارو سلاکار اکرم خپلواک په کې برخه لرله، سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

دې غونډې ته لومړی د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او بیا د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر اکرم خپلواک ویناوې وکړې او د اسلامي حزب مشر ته یې هرکلی ووایه.

ګلبدین حکمتیارغونډې ته وویل، په جوماتونو کې د خلکو وژونکي ورته د زغملو نه دي.

ښاغلي حګمتیار وویل ''داسې خلک نه شو زغملی چی په جومات کې خلک په سجده پراته وي او دوی پرې ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي."

د افغانستان د اسلامي حزب د مشر اشاره ظاهرآ په بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردوباندې برید ته وه.

په دغه برید کې بریدکوونکو د قول اردو جومات په نښه کړی وو، چې له امله یې ۱۳۵ تنه ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول.

ښاغلي حکمتیار د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر ټولو وسله‌والو ‌‌‌‌‌‌ډلو د سولې غږ وکړ او ویې ویل ''د هر ‌‌‌‌‌‌ډول شرایطو لاندې له مخالفینو سره سولې ته کېنو".

حکمتیار ټولو وسله‌والو مخالفو ډلو ته په خطاب وویل "له بې معنی او نامقدسې جګړې څخه لاس واخلئ".

هغه ټینګار وکړ چې له پردیو پرته خپلو کې د تفاهم له لارې سوله راتلای شي.

حکمتیار له نړیوالې ټولنې څخهد سولې په برخه کې د هلو ځلو له امله مننه وګړه.

حکمتیار دا هم وویل چې په افغانستان کې د زور حکومت نه غواړي او غږ یې وکړ چې خلک دې د یو ملي مشر پسې اقتداء وکړي

حکمتیار وویل چې د یو قوي مرکزي حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره به پرته له امتیاز اخیستلو هڅې وکړي.

ښاغلي حکمتیار د لغمان له خلکو مننه وکړه چې دده میلمه‌پالنه یې وکړه او د لغمان پر ولس یې غږ وکړ چې د سولې غږ دې له لغمان څخه بدرګه کړي.

افغان حکومت تیرکال د اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له امله یې حکمتیار له جګړې لاس واخیست او افغان حکومت هم د دغه حزب د سیاسي بندیانو پر خوشې کیدو موافقه کړې چې له مخې به یې د دغه حزب د بندیانو لومړی ۷۰ کسیز ګروپ ژر خوشې شي.

د اسلامي حزب سرچینې وایي، حکمتیار به ژر کابل ته راشي.

د حکمتیار د راتګ هرکلی

افغان حکومت د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یوې غونډې ته د وینا وروسته په یوه اعلامیه کې د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار ته ښه راغلاست ویلی دی.

د ارګ دا بیان وایي، چې د افغانستان دولت او دحزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو بریالۍ پایلو او د ګلبدین حکمتیار راتګ دا وښودله چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت او دا توانایي لري چې د خبرو او مذاکراتو له لارې ستونزو ته سوله ییز او اساسي حل ولټوي.

" هېواد ته د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار راتګ به د سولې او ثبات د تامین، پرمختګ، انکشاف او نورو برخو کې پام وړ اغېز ولري، ځکه ښاغلی حکمتیار غواړي چې له حکومت سره په ګډه د امنیت او ثبات د تامین او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي".

د ارګ په دغه بیان کې ویل شوي چېافغان دولت د سولې ټینګه اراده او صلاحیت لري او یو ځل بیا وسله والو مخالفینو او افغان طالبانو ته بلنه ورکوي چې د هېواد د ورانۍ، د خلکو د تباهۍ او د جنګ او خشونت پرځای دې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د خپل هېواد د پرمختګ او د ولسونو د هوساینې لپاره دې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم چې په ارګ کې یې یوې غونډې ته وینا کوله د حکمتیار ته یې هرکلی ویلی وو.

XS
SM
MD
LG