د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ کې د حکمتیار تود هرکلی


 حکمتیار په خپله وینا کې د دولت ټول مخالفین سولې ته راوبلل
حکمتیار په خپله وینا کې د دولت ټول مخالفین سولې ته راوبلل

بې له جنرال دوستم او د جمعیت اسلامي د ګوند له مشرانو، نږدي ټولو دولتي مشرانو او سیاسي شخصیتونو د حکمتیار د هرکلي په غونډه کې برخه اخیسته وه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د گلبدین حکمتیار د هرکلي په ځانگړو مراسمو کې د حزب اسلامي سره د جگړې پای ته رسیدل د یو بنسټیزه لاسته راوړنې په توگه وگڼل او په ځاگړې توگه یې د ښاغلي حکمتیار د "نیت او ارادې" ستاینه وکړه.

د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د حزب اسلامي ترمنځ موافقه په تیر مني کې لاس لیک شوه، خو دغه جهادي مشر تر تیرې اونۍ پورې په یو نامعلوم ځای کې اوسیده.

جمهور رئیس غني وویل "زمونږ خبرې باید په باور بدلې شي نه مقابلې. له بلې خوا د انتخاباتو له لارې واک ته رسیدل زمونږ د اوسني سیاسي ژوند تر ټولو مهم اصل دی".

ښاغلي حکمتیار چې د څه دپاسه دوو لسیزو وروسته کابل ته راستون شو وویل چې د حکومت سره پرته له کوم شرطه همکارۍ ته تیار دی او د سیاسي قدرت یا څوکۍ د نیولو لپاره یې د دولت سره سوله نه ده کړې.

د افغانستان د اسلامي حزب مشر چې له یو اړخه د افغانستان د ٩٠ لسیزې په کورنۍ جگړې کې دخیل و د واک انحصار او د بل د حذفولو لپاره هڅه یې د کورنیو جگړو او ورانیو انگیزه وبلله.

گلبدین حکمتیار د طالبانو په گډون د دولت ټول وسله وال مخالفین سولې ته راوبلل او وویل چې هیڅ اړخ باید د بل د حذفولو لپاره هڅه ونه کړي. هغه په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي شتون په ردولو سره وویل چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو یواځنۍ لار رښتینې او مخلصانه بین الافغاني مذاکرات دي.

ښاغلي حکمتیار ټینگار وکړ چې بهرني ځواکونه د افغانستان د جگړې وړونکي او د سولې ضمانت کوونکي نه شي کیدای، خو د هغه په وینا اوس هم یو شمیر په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د شتون غوښتونکي دي.

کابل ته د راتگ لپاره د ښاغلي حکمتیار د درناوي په ځانگړو مراسمو کې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس سربیره، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان زیات شمیر جهادي او سیاسي مشرانو گډون کړی و.

XS
SM
MD
LG