د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د افغان پوځ هلیکوپټر سقوط کړی، ۲۵ تنه وژل شوي


ارګ د دغو کسان مرګ یوه لویه ضایعه بللې ده.
ارګ د دغو کسان مرګ یوه لویه ضایعه بللې ده.

په فراه ولایت کې د افغان پوځ یوې هلیکوپټرې سقوط کړی، چې په کې د دولت د یو شمیر ملکي او پوځي چارواکو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.

ارګ دا یوه غمیزه بللې او د پېښې په اړه یې خواشینې ښودلې ده.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په پېښه کې "د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال بریدجنرال نعمت الله خلیل، د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور، د دې شورا دغړې جمیلې امیني او د پیلوټ ډګروال محمد عارف په ګډون د فراه یو شمېر نور ملکي او نظامي مسئولین چې په دې پېښه کې شهیدان شوي د دې وطن رېښتینې بچیان وو."

د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ ته وویل چي پېښه د چهارشنبې په سهار د (لړم/عقرب ۹) د فراه د ناردرې او د هرات د شینډنډ ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو هم دغه پیښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغې هلیکوپټرې له فراه څخه هرات ولایت ته د بیرته تګ پر مهال سقوط کړی دی.

د افغان چارواکو پر وینا دغې هلیکوپټرې له غره سره د جنګیدو له امله سقوط کړی دی.

خو وسله‌والو طالبانو ادعا کړې، چې د دغې ډلې جنګیالیو د افغان پوځ هلیکوپټرې ته سقوط ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG