د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کې ۲۰ پولیس وژلي دي


ناتاید شوي راپورونه وايي چې طالبانو یو شمېر پولیس له ځان سره ژوندي هم بیولي دي.
ناتاید شوي راپورونه وايي چې طالبانو یو شمېر پولیس له ځان سره ژوندي هم بیولي دي.

د افغانستان په سویل کې چارواکي وایی، وسلوالو طالبانو د افغان پولیسو په څو امنیتي پوستو برید کړی او لږ تر لږه ۲۰ پولیس یې وژلي دي.

برید د شنبې په شپه د هلمند د موسی کلا په ولسوالۍ کې شوی دی.

په برید کې شاوخوا لس نور پولیس ژوبل شوي هم دي.

یو لوړ لوړ پوړي امنیتي چارواکي محمد اسمعیل هوتک ویلي چې جګړه څو ساعتونه روانه وه.

راپورونه وايي چې طالبانو یو شمېر پولیس له ځان سره ژوندي هم بیولي دي خو، سیمه اییزو چارواکو تراوسه دغه خبر تاید کړی نه دی.

راپورونه وايي چې په جګړې کې لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .

طالبانو د برید مسولیت منلی دی او ویلي چې په برید کې یې د افغان پولیسو د یو مشر په ګډون لږ تر لږه ۲۵ افغان پولیس وژلي دي.

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار وايي برید لسګونو وسله‌ والو د امنيتي قواوو پر یوې کوچنۍ قرارګاه کړی دی.

یو امنیتي چارواکو ویلي چې برید د ولسوالۍ د کونجک په نوم سیمې کي شوی چي د باغران ولسوالۍ سرتیري په کې ميشت دي.

دا په هلمند کې په دې وروستیو کې پر افغان پولیسو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

تېر کال له افغانستان څخه د ډېرو بهرنیو ځواکونو له وتلو او افغان لوري ته د ټولو جنګي چارو له سپارلو وروسته طالبانو پر افغان پوځ او پولیسو بریدونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG