د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د بست تصدۍ فابریکه فعالیږي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند د بست تصدۍ چې دغه هېواد کې د پنبې د پروسس لویه فابریکه ده بیرته فعالیږي.

د دغه وزات په خبرپاڼې کې چې پرون دوشنبه جون ۱۶ (غبرګولی ۲۶) خپره شوې که څه هم د دغه اقدام لپاره کره تاریخ په ګوته شوی نه دی خو ویل شوي چې د یادې تصدۍ د بیا فعالېدو لپاره ورته د حکومت له خوا بودیجه منل شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې سږ کال د هلمند پر نیږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکې باندې د پنبې کرکېله شوې چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي.

هلمند کې د بست تصدۍ په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه پاتې او تر یوه حده ویچاړه شوې وه. دغې تصدۍ د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا درلوده.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغې فابریکې کې د پنبه دانې د پروسس وروسته، د مالوچو په شمول غوړي، صابون او کونجاره تولیدوله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې بغلان کې د غوري سمنټو فابریکه هم خپل ۹۵ سلنه فعالیت بیا ځلي پیل کړی او په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد د اړتیا ۵۰ سلنه سمنټ تولید کړي.

تر دې مخکې د هلمند پنبه پاکستان او یا هم ایران ته انتقالېدل اوس هیلې زیاتې شوي چې د یادې فابریکې په بیرته فعالېدو سره به په کور دننه له کروندګرو څخه رانیول نشي.

XS
SM
MD
LG