د لاس رسي وړ اتصالات

حیات: د هلمند د سقوط اندېښنې بې ځایه دي


د لشکرګاه د سقوط په هکله د خلکو د اندیښنو د کمولو لپاره نن د هلمند والي ددغه لار په لارو کوڅو کې وګرځیده او خلکو سره وغږیده.
د لشکرګاه د سقوط په هکله د خلکو د اندیښنو د کمولو لپاره نن د هلمند والي ددغه لار په لارو کوڅو کې وګرځیده او خلکو سره وغږیده.

د هلمند والي حیات الله حیات وایي چې دی داسې جدي خطر نه ويني چې هغه دې د ددغه ولایت د مرکز لښکرګاه د ښار د سقوط سبب شي

ولایتي مسئولین وايي چې هلمند کې تر ۵۰ زیات د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او د لښکرګاه د سقوط وېره لمنځه تللې ده.

له تیري شپې راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارته اضافي او تازه دمي قواووي رسیدلي او چارواکي ډاډ ښيي چې د دې ولایت لپاره پېښ شوی ګواښ د لمنځه تلو په حال کې دی .

نن سهار د هلمند والي حیات الله حیات له امریکاغږ سره په خبرو کې وويل چې د ولایت د سقوط اندېښنې بېځایه دي او دوی داسي جدي خطر نه ويني چې هغه دی د لښکرګاه د ښار د سقوط سبب شي .

د هلمند والي وویل چې افغان ځواکونو په ډير جدیت سره د عملیاتو د پيل لپاره چمتوالی نیولي ، د کندهار څخه ضربتي او د عامه نظم د ساتنې ځواکونه له تیرې شپې راهیسې لښکرګاه ته رسیدلي دي .

حیات الله حیات وايي چې په تیرو دریوورځو کې په هلمند کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او جوابي بریدونو کې تر ۵۰ تنو زیات د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او تر ۷۰ تنو زیات نور ټپیان شوي .

ده زیاته کړه چې د افغان ځواکونونو ټوله مرګ ژوبله ۴۰ تنو ته رسیږي خو دايې څرکنده نکړه چې څومره وژل شوي او څومره نور ټپیان دي .

له تیرو دریو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار پر امنیتي کمربندونو د دولت د وسله والو مخالفینو پرلپسې بریدونو عام خلګ هم په اندېښنه کې کړي .

پرون د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل له امریکاغږ سره په خبرو کې اندېښنه وښودله چيې دې ولایت ته تازه دمې پلې او هوايي ځواکونه ونه لیږل شي ممکن لښکرګاه ښار په ۴۸ ساعتونو کې له یوه سترخطر سره مخ شي چې بیا به يې جبران ناشونی کار وي .

د احتمالي شدیدو جګړو د پيل له وېرې د مارجې د چانجیر د سیمې لس ګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه امن سیمو ته تللي او د نادعلي او ګرشک ( نهرسراج ) په شمول د ځینو نورو سیمو اوسیدونکي هم د جګړو له ويرې له خپلو سیمو څخه بېځایه شويدي .

په لښکرګاه ښار کې د امنیتي ځواکونو له مرکزونو څخه د دولت د وسله والو مخالفینو پر اهدافو د درنو وسلو د استعمال ږغونو عام خلګ په اندېښنه کې کړی او د تیرې شپې يې په نا ارامي کې تیرې کړي دي .

د ملکي تلفاتو په اړه د هلمند د ولایتي شورا رئیس وايي چې که څه هم وروستي معلومات يې لاس کې نشته خو په تیرو دوو ورځو کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د مالي زیانونو په برخه کې يې د غنمونو درمندونو اور اخیستی څلور درمنده لمنځه تللي .

وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو نښتو په اړه ویلي چې په دغو جګړو کې د دوی وسله والو پرمختګ ګړی دی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د طالب وسله والو د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه بابا جي ، ګرشک ، نادعلي ، ناوې او سنګین ولسوالیو کې په تازه نښتو کې د افغان پوځ دوه قرارکاه او ۲۲ امنیتي پوستې نیولي دي

د طالبانو دا بیان وایي په دغو دریو ورځو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۲۶ تنه چې اوو یې قوماندانان دي وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG