د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې جګړه لا پراخه شوې ده


د هلمند څو ناامنه ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز لشکرګاه سره جوختې پرتې دي.
د هلمند څو ناامنه ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز لشکرګاه سره جوختې پرتې دي.

د هلمند په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې جګړې زور اخیستی او جګړه د لښکرګاه ښار څنډو ته رسیدلې ده.

وسله والو مخالفانو د تیرو دوو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په دریو ولسوالیو نادعلي ، ګرشک او مارجې کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخه بریدونه پیل کړي چې د دغو جکړو لمن اوس د ولایت مرکز لښکرګاه ته په څېرمه ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده .

پدغو نښتو کې هم حکومتي قواوو او هم د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر ييې لا معلومه نه ده .

د ګرشک یا نهرسراج ولسوالۍ ګڼي سیمې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرتې دي.

یوه امنیتي سرچینه وایي تیره شپه د دې ولسوالۍ او لښکرګاه ترمنځ د مالګیر په سیمه کې د پولیسو څلور پوستو سقوط کړی دی.

په هلمند کې د ۵۰۵ بست زون د پوليسو قومندان پاسوال عصمت الله دولتزی وايي چې پدې نښتوکې اوو پوليس وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي .

پاسوال دولتزی چې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته يې هم درنه مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېر يې تراوسه نه دی ترلاسه کړی.

بلخوا د لښکرګاه ښار په ختیځه څنډه کې د لښکرګاه – کندهار پر لویه لار د ملي اوردو د جهانزیب په نوم پر یوه نظامي مرکز د وسله والو بریدونه لاهم دوام لري او په دغه لار هم د پولیسو دوه پوستې د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په لښکرګاه ښار کې کومه امنیتي ستونزه نشته او او افغان ځواکونه د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره د عملیاتو لپاره په تیاریو بوخت دي.

د کندهار – لښکرګاه ترمنځ غځیدلي لاره هم د دغو جګړو له امله زیانمه شوې او دا لار په وقفه يې ډول د ترافیکو پرمخ کله پرانیستې او کله هم تړلې وي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفانو پوځي تحرکات شته ، خو دومره هم نه دي چې د امنیتي پلوه دوی ته د اندیشنې وړ وي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG