د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند نیمايي ځنګلونه له منځه تللي


هلمند ۹۴۵۷۰ جریمه ځنګلونه لرل
هلمند ۹۴۵۷۰ جریمه ځنګلونه لرل

په هلمند کې چارواکي وايي د دغه ولایت د طبعي ځنګلونو ډېره برخه زیانمنه شوې ده او ورځ تر بلې یې وضیعت خرابیږي.

د هلمند د کرنې ریاست وايي دغه ولایت ۱۰۱۵۲ جریبه څرځایونه لري او ۹۴۵۷۰ جریمه ځنګلونه لري چې د دوی په خبره اوس یې ډېره برخه ورکه شوې ده.

د دغه ریاست د طبیعي زېرمو د برخې مشر انجینر شاد محمد د زورواکانو له لوري د ځنګلونو د ډېرې برخې غصبول، وچکالي او د پرسونل او کارکوونکو کموالی د دغې ستونزې اصلي علتونه یادوي.

ده وویل" ډېر ځنګلونه د وچکالۍ له کبله زیانمن شوي او اوس یې خلکو هم ډېره برخه غصب کړې ده، د هلمند د ځنګلونو وضیعت ورځ تر بلې خرابیږي. "

په همدې حال کې د هلمند د طبیعي منابعو مشر محمد نبي د هلمند د ځنګلونو د اوسني حالت په تړاوو اندېښنه ښيي او وايي چې که ځنګلونه ورک شي پر انسانانو سربېره ژویو او وحشي حیواناتو ته به هم زیان ورسیږي.

د هلمند یو شمېر اوسېدوونکي وايي د دغه ولایت طبعي ځنګلونو ډېره برخه د چارواکو او عادي خلکو د نه پاملرنې له کبله خرابه شوې او نور یې هم مخ په ورکېدو دي.

د دغو طبعي ځنګلونو لړۍ د کجکي له ولسوالۍ پیلیږي او د هلمند د سیند په دواړو غاړو کې د خانشین تر ولسوالۍ پورې رسیږي.

د هلمند یو اوسېدونکی عبدالرحیم وايي "د لښکرګاه د ښار دغه برخه په ځنګلونو پوښلې وه خو اوس یې ډېره برخه نشته او پاتې برخه یې هم په ورکېدو ده".

د هلمند ولایت بل اوسېدونکی محمد جان بیا له حکومت نه غواړي چې د دغو ځنګلونو ساتلو ته دې جدي پام وکړي "باید حکومت او د کرنې ریاست د ځنګلونو اوسنی وضیعت وګوري او ویې ساتي، که داسې ونکړي د هلمند ټول ځنګلونه به ورک او ختم شي".

هلمند د افغانستان له سترو ولایتونو بلل کیږي چې یو مهال د طالبانو پیاوړی مرکز بلل کېده، دغه ولایت د کوکنارو د کرکېلې له اړخه هم مشهوره دی.

XS
SM
MD
LG