د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د افغان پوځ د دوو هلیکوپټرو د سقوط له امله ۹ تنه وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تیره شپه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دوو (MI-17) هلیکوپټرو د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

دفاع وزارت نن چهارشنبه اکتوبر ۱۴(تلې ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادې پېښې پرمهال د الوتکو نهه تنه عمله وژل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

نن سهار د هلمند سیمه ییزو چارواکو هم وویل چې یادو الوتکو ناوې ولسوالۍ ته د افغان ځواکونو د ټپیانو د لېږد لپاره لېږل شوي وې چې پېښه رامنځته شوه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا ته وويل چې پېښه تېره شپه ناوخته د لښکرګاه په جنوب کې د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې.

نوموړي وويل: "تېره شپه ناوخته دوه هلیکوپټر ناوې ولسوالۍ ته د ټپیانو د انتقال لپاره لیږل شوي وې چې د ناستې پر مهال يې له یو بل سره ټکر کړی."

خو د هلمند یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ پر کمربند باندي ډله ییز بریدونه کړي چې الوتکو هم په اسانۍ سره ناسته نشوای کولای د بیړي په حالت کې دغه پېښه رامنځته شوې.

ناوه ولسوالي د لښکرګاه ښار په جنوب کې له ښار سره نژدې پرته ده چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره تر ټولو مهمه سیمه بلل کیږي.

بلخوا دفاع وزارت وايي، د یاد وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه نن هلمند ولایت ته تللی.

اعلامیه وايي، چې ښاغلي خالد د هلمند ولایت د والي تورنجنرال "محمد یاسین ضیا" او د یاد ولایت له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره د هلمند ولایت د لا ښه امنیت د تامینولو د پلان په اړه خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG