د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند نهر سراج کې چاودنې ١۴ ملکیان ووژل


د هلمند نهر سراج کې چاودنې ١۴ ملکیان ووژل
د هلمند نهر سراج کې چاودنې ١۴ ملکیان ووژل

د ناټو ماموران وايي چې نن د پنجشنبی په ورځ د هلمند په ولایت کی د سړک په غاړه د یوه بم د چاودنی له امله ١۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ناټو ځواکونه وايي چې د بم دغه چاودنه طالبانو د هلمند د ولایت په نهر سراج اولسوالئ کې وکړه. چاودنې یو شمیر نور خلک زخمیان کړي دي.

د هلمند د والي د دفتر یوه ویاند وویل مسافران په یوه وین کې ناست ؤ، سفر ېې کاوه چی د د سړک په غاړه پرې بم وچاود.

ملگری ملتونه وايي چی د روان مېلادی کال په لومړیو لسو مېاشتو کی په افغانستان کی ٢۴١٢ تنه ملکی خلک وژل شوی دي چې د پروسږکال په مقاېسه په کی ٢٠ فېصده زېاتوالی لېدل کېږی. ملگرو ملتونو ددغو د زېاترو ملکی تلفاتو پړه د وسله والو جنگېالو په غاړه غورځولی ده.

XS
SM
MD
LG