د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: هلمند کې ټاکنو لپاره چمتوالی بشپړ شوی


د جمهوري ریاست انتخابات د سپتمبر په ۲۸ کیږي
د جمهوري ریاست انتخابات د سپتمبر په ۲۸ کیږي

په هلمند کې چارواکي وايي د پنځه ولسوالیو پرته د لښکرګاه ښار په ګډون په اوو نورو ولسوالیو کې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوی.

د چارواکو په وينا د لښکرګاه په ګډون په ناوه، ګرمسېر، نادعلي، کجکي، ګرشک، واشېر او سنګين ولسوالیو کې به ټاکني وشي.

که له یوې خوا د هلمند اوسېدونکي د ټاکنو د ورځې د امنيت په اړه انديښمن دي خو د هلمند امنیتي چارواکي بیا د ټاکنو د ورځې امنیت تامینولو ډاډ ورکوي او وايي چې دغه برخه کې هم چمتوالی بشپړ شوی.

د هلمند والي جنرال ياسين خان وايي: "په لښکرګاه او ولسوالیو کې د رايي اچوني د ۷۵ مرکزونو د امنیت ساتلو لپاره اضافي ځواکونه ځای پرځای شوي دي چې خلک په ټاکنو کې په ډاډه زړه برخه واخلي."

بل خوا په هلمند کي د ټاکنو د خپلواک کمیسون رئيس، شبير احمد حامد امريکا غږ ته وویل چې پدغه ولایت کې د ښار په ګډون په ۷ ولسوالیو کې د رايي اچوني ۷۵ مرکزونو فعال دي. همداراز سنګین او کجکي ولسوالیو ته يي د امنیتي ګواښونو له امله حساس توکي او د ټاکنو د کميسيون کارکوونکي د هوا له لاري لېږلي دي.

د ښاغلي حامد په وينا ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو لپاره ۴۰۸ ښځینه کارکوونکې‌ په دنده ګمارل شوې وی خو زیاتو چې یواځې په ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې ښځينه کارکوونکې ندي ګمارل شوي. هغه زیاتوي چې د ټاکنو د کميسيون د طرزالعمل له مخې به په دغه ولسوالیو کې ځایي خلکو څخه ګټه واخیستل شي.

هلمند شاوخوا دوه نيم ميليونه نفوس لري چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مسؤلينو په وينا یې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د رايي ‌ورکولو لپاره نوملیکنه کړې ده چې له ډلي‌ یې نږدې ۱۰۰ زره میرمنې دي.

XS
SM
MD
LG