د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د افغان پوځ لومړني مستقل عملیات


افغان پوځ وایي، ثابته یې کړه چې د ناتو او امریکایي ځواکونو د مرستې نه پرته د وسله والو یاغیانو په وړاندې بری ترلاسه کولای شي.

افغان ځواکونو خپل پوځي عمیلات د هلمند په درې کې د سیند له شمالي اړخ څخه پر محوطې باندی پداسې حال کی پیل کړل چې د شپې له خوا پر نښه شوې سیمې باندې د ځانگړو قواو د هوایی ځواکونو او هلیکوپترو بریدونه تر سره شول.

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسول یار وایي دا پوځي عملیات چې د ذوالفقار په نامه یادیږی، تر اوسه بریالي ثابت شوي او په ترڅ کې یې د حکومت وسله والو مخالفینو ته مالی او ځانی تاوان اوښتی دی.

هغه وویل، «یوه یا دوې میاشتې مخکې پدې ولایت کې د اسلامي دولت د ډلې د موجودیت رپوټونه خپاره شول خو د هوایی بریدونو په نتیجه کې ددې ډلې د مشر په وژل کیدو په هلمند کې د داعش د ډلې مخه بنده شوله.»

په عین حال کې په افغانستان کې د ناتو او امریکا له خوا د عملیاتو د څانگې د یوه چارواکي له قوله د سنگین په ولسوالي کې چې د میاشتو میاشتو راهیسی پکی درنه جگړه روانه وه، د تیرې جمعی په ورځ دا ولسوالي د وسله والو مخالفینو له شره پاکه اعلان شوه.

د خان محمد په نوم د سنگین د ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې ددې عملیاتو په ترڅ کې ټپی شوی دی او اوس د لشکر گاه په روغتون کې د درملنی په حال کی دی داسې هیله څرگندوي، « خدای دې وکړي چې پدې جنگ ځپلی سیمه کې راتلونکی امنیتي پوستی د امن او ثبات سبب شي او دا امنیت وساتي ځکه که بیرته ستانه شي نو گټه نه کوي.»

لوکه رادایلي د لشکرگاه د عاجلو چارو په روغتون کې د طبي چارو تنظیمونکی وایي، «تر پنجشنبې ورځې پورې د سنگین او نږدې ولسوالی مارجی څخه کابو یو سلو اویا تنه پدې روغتون کې بستري شوي دي. په هغوی کې اکثر د سنگین او مارجې د ولسوالیو دي. هغه کسان چی هره ورځ راځی د هغوی شمیر شاو خوا لسو او پنځلسو تنو ته رسيږي.»

د گل استاد په شان سیمه ئیز اوسیدونکی چې د جنگ جگړو له امله له خپلو کورونو څخه بی ځایه شوی، د خپلو ماشومانو سره یو ځای په یوه موقتي پناه ځای کې شپې ورځې سبا کوي، دی وایی، « هیله می دا ده چې د امن په ټینگیدو خپل کلي، کور او ژوند ته ژر تر ژره ورستون شم».

د کارپوهانو په اند د ذوالفقار په نامه عملیاتو اغیزمنتیا به هغه وخت ریښتینې بڼه ونیسي چې افغان پوځ له عملیاتو وروسته دغه په ستونزو نیول شوې سیمه په بریالیتوب سره وساتي.

XS
SM
MD
LG