د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې یوه پولیس خپل ۶ ملګري وژلي


Archive
Archive
په هلمند ولایت کې يوه نفوذي پولیس پرخپلونورو ملګرو حمله کړې او۶ تنه پوليس يې وژلي. پېښه د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکا ږغ اشنا راډیو ته وويل چي پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د والسوالۍ په دیزو سیمه کې د یوې امنيتي پوستې په دننه کې رامنځ ته شوې ده .
نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې ۴ سیمه ييز پولیس او۲هم ملي پوليس وژل شوي دي اوبریدکونکی چي ګمان کیږي د دولت دوسله والومخالفینو تراغیزلاندي به راغلی وو ، له سيمي څخه تښتېدلی دی.

بریدکونکي له ځان سره دپولیسورینجرموټراو وسلې هم وړي دي .

بلخوا بیا وسله والوطالبانو دپېښي دمسئولیت دمنلو ترڅنګ رسنیوته په لیږلي تلیفوني پیغام کې ادعا کړې ده چې یوه نفوذي ملګري يې ۱۰ پولیس وژلي دي.

دا د جنوبي ولایاتو په کچه په یوه میاشت کې دننه د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې د داخلي بریدونو دریمه پېښه ده چي رامنځ ته کیږي ،خوپه زابل کې بیا پدغه ډول یوې هڅې کې مخکې له دې چې بریدکونکی خپل هدف ته ورسیږي ۳ تنه نیول شوي.

که څه هم په مجموعي ډول د ورته پېښومسئولیت د دولت مخالف وسله وال طالبان مني ،خو حکومتي چارواکي وايي چي وسله والوطالبانوهڅه کړې ده چي هغه بریدونه هم خپل ځان ته منسوب کړي چي دسرتیرو دخپل منځي اختلافاتو له کبله رامنځ ته شوي وي.

عزیزالله پوپل- هلمند
XS
SM
MD
LG