د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند مرکز لښکرګاه ته نژدې د طالبانو بریدونه


د هلمند مرکز لښکرګاه ښار
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار

د هلمند امنیتي مقاماتو تائید کړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ځينو امنیتي مرکزونو څخه افغان قواو تکتیکي شاتګ کړی.

دغه راز د لښکرګاه – کندهار لویه لار هم د تیري شپې راهیسې بنده شوې او هیڅ ډول تګ راتګ پرې ندی شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته امریکا غږ ته وویل چې د لښکرګاه د څلورمي حوزې په ګاونډ کې له دوو مرکزونو څخه افغان ځواکونو د ولسي خلګو د مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره تکتیکي په شا تګ کړی، خو له لاسه د وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره هڅي پيل شوي.

ښاغلي ځواک وويل: «هلته د افغان ځواکونو دوې پوستې وې، د دې لپاره چي ملکي خلګو ته زیان ونه رسیږي تکتیکي شا تګ يې کړی او د بیرته نیولو هڅي يې رواني دي».

خو ځايي اوسیدونکې وايې چې تر درنو جګړو وروسته د لښکرګاه ښار څلورمي حوزې او په څنګ کې يې د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده، تریخ ناور او سیداباد له سیمو څخه امنیتي سرتیري پر شا شوي دي. په جګړې کې د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

دغه سیمي د لښګرګاه ښار له څلورمي حوزې سره په ګاونډ کې پرتې دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د لښکرګاه- کندهار د لویې لارې په ګډون لرو سیمو څخه افغان ځواکونه د لښکرګاه ښار د امنیتي کمربند د غښتلي کولو په موخه په لښکرګاه ښار کې ځای پر ځای شوي.

سرچیني زیاته کړه چې که دې ښارته ځانګړي او تازه دمه سرتیري ونه رسیږي ممکن لویه امنیتي ستونزه رامنځ ته شي.

دغه راز د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسیدونکې له امنیتي وضعیت څخه اندېښمن دي.

د لښکرګاه – کندهار لار د هلمند لپاره یوازنی مواصلاتي لار ده چې سقوط يې د عامو خلګو تګ راتګ هم اوس ستونزمن کړی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د هلمند د امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG