د لاس رسي وړ اتصالات

پر واده برید کوونکي پوځیان نظامي څارنوالۍ ته معرفي کیږي


د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې یو ګډ هیئت نن د جمعې په ورځ د سنگین ولسوالۍ د پیښې د پلټنو لپاره هلمند ته تللی دی
د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې یو ګډ هیئت نن د جمعې په ورځ د سنگین ولسوالۍ د پیښې د پلټنو لپاره هلمند ته تللی دی

د هلمند د والي مرستیال محمدجان رسولیار امریکا غږ ته وویل چې د ملي اردو هغه عسکر نیول شوي چې پرې د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په کور د هاوان د مرمۍ د ویشتلو تورلګول شوی دی.

ښاغلي رسولیار وویل چې تر پنځو نیول شوي د ملي اردو عسکر اوس د دغه ولایت د ملي اردو په توقیف ځای کې ساتل کیږي چې وروسته به د افغانستان پوځي څارنوالۍ ته ورپیژندل شي.

له بلې خوا د اسوشیتید پرس اژانس د دفاع وزارت د ویاند د مرستیال جنرال دولت وزیري له خولې ویلي دي چې د یو ابتدایي ثبوت له موندلو وروسته چې وایي عسکرو له دوو خواو څخه پر هغه کور ډزې کړي چې د واده مراسم په کې روان وو، یو هیت د سنگین ولسوالۍ ته ولاړ.

په هلمند کې د پوځ قوماندان جنرال سلطان محمود وویل، د پلټنو تر بشپریدو پورې په سیمه کې ټول سرتیري په اډه کې تر نظارت لاندې وو. د هغه په وینا تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د هلمند د والي مرستیال ښاغلي رسولیار وویل چې د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې یو ګډ هیئت هم نن د جمعې په ورځ دغه ولایت ورغلی دی او د پیښې د قربانیانو د کورونیو د غړو او ټپیانو سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلی رسولیار وایي چې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ دغه هئیت د افغانستان د لوی څارنوالۍ له خوا په کابل کې ددغې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

اوړمه شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د بایزو په کلی کې د واده پر کور د ملي اردو د عسکرو له خوا وروسته ترهغه د هاوان مرمۍ وویشتل شوه، چې وسله والو د واده د کور سره له نږدې سیمې د افغان پوځیانو پر یوې پوستې ډزې وکړی.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي په دغه پیښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي مرستیال ښاغلی رسولیار وایي چې پرون ددغه ولایت د سرپرست والي په مشرۍ یو هیئت هم ددغې سیمې نه لیدنه وکړه او سمیه ایزو مشرانو ته یې د پیښې د پلټنې او عاملینو ته یې د سزا د ورکولو وعده ورکړه.

د هلمند ولایتي چارواکو ددغې پیښې عاملینو ته د سزا د ورکولو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د تیرې شپې را هیسې د هلمند ولایت د مدني ټولنې په لسګونواستازواو د سیمې اوسیدونکو د ولایت په مرکز لښکرګاه کي د والي د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه خیمې وهلې او د سنګین د پیښې په اړه د شفافو پلټنو غوښتنه کوي.

همداشان دا اعتراض کوونکي له جمهور رئیس محمد اشرف غني نه غواړي چې د هلمند په ملکي او نظامي تشکیلاتو کې هم دې ژور بدلون راولي.

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې د تیرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده چې په کې په سلکونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG