د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند نادعلي کې د ملي اردو یو مرکز مخې ته ځانمرګی برید شوی


وروستیو اونیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې پراخه شوي، چې له امله یې د کرښې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
وروستیو اونیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې پراخه شوي، چې له امله یې د کرښې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

په هلمند کېد افغان پوځ چارواکي وايي نن د یکشنبې د ورځې سهار اوه بجې ( غبرګولی ۶مه)د دغه ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کېد ملي اردو یو مرکز مخ ته ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې لږ ترلږه دوه افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا برید د ۲۱۵ میوند قول اردو د درییمې لوا لومړي کنډک مخ ته شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواکامریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ځانمرګي برید کوونکي دا برید د مازدا لارۍ په وسیله کړی دی.

ښاغلي ځواک وویل " د نادعلي ولسوالۍ د شیرین جان چهار راهي ته ځېرمه د ملي پوځ د مرکز مخ ته د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی، د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښه کې د څلورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر مو تر لاسه کړی او د وژل شویو سرتیرو ارقام لا دقیل ندي".

د دغې چاودنې غږ پنځوس کیلو مېتره لرې په لښکرګاه ښار کې هم اوریدل شوی.

د پېښې په سیمه کې له تیرو څو ورځو راهیسې د ګډو افغان ځواکونو له لوري نظامي عملیات هم دوام لري.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته پدې اړه وويل، چې ځانمرګی برید پداسي یوه سیمه کې شوی، چې تازه د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکه شوې وه.

مل پاسوال ساپي وویل " عملیات د نادعلي ولسوالۍ په چانچیر سیمه کې دوام لري د شیرین جان چهراني په سیمه کې ملي پوځ سرتیري ځای پر ځای وو، چې موټر بم برید پرې شوی خو زموږ لومړني معلومات دادي، چې ۲ تنه پکې وژل شوي او ۴ تنه پکې ټپیان دي".

خو د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې د ملي پوځ د ۸ سرتیري وژل شوي او ۱۱ نورو د ټپي کیدو معلومات دوی تر لاسه کړي دي.

نادعلي ولسوالي د لښکرګاه ښار په پنځوس کیلو میترۍ کې موقعیت لري، چې د هلمند له نا امنه ولسوالیو څخه بلل کیږي.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د دغې ډلې یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې په دې برید کې د افغان پوځ د ۱۱۰ تنو د وژل کیدو او ټپي کیدو او هم د څلورو زرې وسایطو د ویچاړیدو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG