د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د مارجې ولسوالۍ ګڼې سیمې نیولي دي


چارواکي وايي دامهال یوازي د مارجې ولسوالۍ د ولسوالۍ دفتر او امنیه قومنداني د افغان قواوو سره ده.
چارواکي وايي دامهال یوازي د مارجې ولسوالۍ د ولسوالۍ دفتر او امنیه قومنداني د افغان قواوو سره ده.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې جګړه نوره هم زیاته شوې او اوس یوازې د ولسوالۍ مرکز له امنیتي قواوو سره دی.

د هلمند د مارجې په ولسوالۍ کې له تېرو دریو وروځو راهېسې جګړه روانه ده.

یو امنیتتي چارواکي د امریکا غږ اشنا ته وویل چي وسله والو طالبانو د کورو چهاراهي، لو چهار راهي، عبدالله قلپ سیمي، ژړ مکتب، سیستاني، مومن چوک، شپږجربیان، لو یازده، کوچنی یازده او ځيني نورې سیمي نیولي دي.

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار وایې چې د تېری شپې راهیسې په مارجه ولسوالۍ کي پر وسلوالو د هوا دلارې پراخ عملیات پیل شوي دي؛ رسولیار وايي طالبانو د مارجې ولسوالۍ یو شمېر پوستې نیولي او شنې ساحې ته رسېدلي دي .

چارواکي وايي دامهال یوازي د مارجې ولسوالۍ د ولسوالۍ دفتر او امنیه قومنداني د افغان قواوو سره ده.

ارزوونکی پلاوی

د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو په ګډون یو لوړ پوړی نظامي پلاوی هلمند ته رسېدلی او په جګړه کې د افغان قواوو د مدیریت د ستونزو ارزول يې پیل کړي .

پر همدې مهال په ولسي جرګه کې د هلمند نږدې ټول استازي هم لښکرګاه ته تللي چې حالات وارزوي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی بریالي نظري امریکا غږ اشنا ته وويل چي د مارجې او نادعلي له جګړو سره اوس د نا امنیو لمن جنوبي ولسوالیو ته هم پراخه شوې.

څو ورځې وړاندې د هلمند د ولایتي شورا استازو په هلمند کې د ناامنیو په اعتراض د شورا دروزاه وتړله، دوی ګواښ کوي که کابل د هلمند د جګړې د مدیریت لپاره ځانګړې پاملرنه ونه کړي نو په کابل کې به د ارګ مخ ته اعتصاب وکړي.

مخابراتي خدمتونه خراب شوي

له دې سره جوخت له پرون ورځي راهیسی د هلمند په ولایت کي خصوصي مخابراتي کمپنۍ هم په وقفه يي ډول خپل فعالیتونه مخ ته وړي .

ځايي اوسیدونکې وايي چي مخابراتي شبکو ته د دولت وسله والو مخالفینو خبرداری ور کړی چي په محدودو ساعتونو کې خپل فعالیتونه کوي .

د هلمند اوسیدونکي سردارمحمد اشنا رادیو ته وويل چي د جمعې په ورځ له یوې سبکې پرته بلي هیڅ شبکې کار نه کاوه .

پر همدې مهال په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اوردو ویاند ډګرمن محمد رسول ځاځي امریکاږغ اشنا رادیو ته وويل چي له تېري شپې راهیسي يې د پوځي عملیاتو په ترځ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي، خو طالبانو تراوسه د چارواکو د دغو ادعاو په اړه ځه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG