افغان چارواکي وايي چې ددغه هیواد په جنوب کې د یو لړ بمي چاودنو په ترڅ کې ۱۵ کسه وژل شوي دي چې ۶ کسه یې افغان امنیتي ځواکونه دي.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وايي چې د دې ولایت په بیلابیلو برخو څلور بمي چاودنې شوي دي. څلور سره چاودنې د جمعې په ورځ ناوخته شوي دي.
ځواک زیاتوي چې تر ټولو خونړۍ پېښه د سنګین د ولسوالۍ پېښه وه چې په کې ۵ افغان استخباراتي کارمندان او یو پولیس هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک غاړې پر بم وربرابر شو.
ځواک وايي چې په وژل شويو کسانو کې د سنګین ولسوالۍ د امنیت مرستیال امر هم شامل دی.
پ عین حال کې د هلمند ولایت د پولیسو ویاند شمیم نورزی وايي چې د درو نورو بمي چاودنو په لړ کې ۶ ملکیان او دوه د پولیسو افسران وژل شوي دي.
په داسي حال کې چې بهرني ځواکونه د سیمې نه د وتلو په حال کې دي، یاغیانو په هلمند کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.